<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-05 20:09:06    
د لياو نينګ ولايت په بېلا بېلو ځايونو کې له څو لارو چارو د بزګرانو عايدات زيات شوي دي

cri

په وروستيو کلونو کې د چين د لياو نينګ ولايت په بېلا بېلو ځايونو کې له څو لارو چارو د بزګرانو عايدات په چټکې سره زيات شوي او لازيات بزګران استخدام شوي دي. د دغه ولايت حکومت لااوس هم د بزګرانو د لازياتو عايداتو د زياتوالی لپاره کوشش کوي.

په ٢٠٠١ کال کې د لياو نينګ ولايت په شمال فا کو ولسوالۍ کې يوه اقتصادی او تخنيکی سيمه جوړه شوې ده.د أقليم او ځمکو د ځانګړتياوو په مقابل کې دغې سيمې نه يوازی په پراخه توګه داسې کرهڼيزې توکي کرلي چې نه يوازې زياتې ګټې يې ترې تر لاسه کړې دي بلکې بهرنی پانګونه يې هم پکې راجلب کړې چې له مخې يې اوس د کرهڼيزو توليداتو د چمتو کولو او د پيالو جوړولو لپاره فابريکې جوړې کړې او له امله يې توليدات نورو هېوادونو ته هم صادريږي.د ولسوالۍ په کچه د اقتصادی پرمختګ له امله نه يوازی د بزګرانو عايدات زيات شوي بلکې په دغه سيمه کې د کرنې توليدی لارې چارې هم بدلې شوې دي.

په دغه سيمه کې د لوښو توليدولو د کوټې دروازې په وړاندی ٣٨ کلن بزګر هه لی شين زمونږ خبريال ته وويل مور او پلار يې د کرهڼيزو توکيو په کرلو بوخت دی او ميرمن يی له ده سره د پيالو په فابريکه کې کار کوي. د فاکو ولسوالۍ پانګوال راجلب کړې چې له مخې يې هلته اوس د فابريکو جوړولو له امله لازيات بزګران استخدام شوي او کلنی عايدات يې له پنځه يا شپږ زره يوانو څخه شل زره يوانوته لوړ شوي دي.

پخوا د لياو نينګ ولايت د درانه صنعت پرمختګ ته ډېر ارزښت ور کاوه، خو په وروستيو کلونو کې يې د صنايعو او کرنې د برابر پرمختګ لپاره د څو ډوله اقتصادی لارو چارو د موندلو هڅونه کړې ده. د دغه ولايت د فنګ چنګ ښار په دا لی شو کلي کې په وروستيو کلونو کې د ډله اييز اقتصاد د پرمختګ له لاری بزګران شتمن شوي دي.که څه هم دغه کلی ناوړه طبيعی چاپيريال لري، خو د دوی د ګوندی کميټې د منشی ما فنګ مي په مشرۍ په ١٨٠٠ هکتاره ځمکو کې د ميوو وني ايښي چې په پسرلۍ کې يې ګلونه وګوري او په منی کې ميوې وشکوي. دغه کلي د سيلانۍ چارو د عايداتو زياتوالی لپاره هوټلونه، د غونډې جوړولو لپاره مرکزونه،د باسکيټبال ډګر او د فلم مرکز هم جوړ کړی دی. سربېره پردی يې اووه هکتارو په اندازه د چنی درملونو جوړولو اډه او د کيمياوی سرې د توليدولو لپاره يوه فابريکه جوړه کړې او په همدی وخت کې د موټرونو پرژو د فابريکې او سوداګرۍ د بازار په شمول خدمتی تاسيسات هم پکې رامنځته شوي چې کليوالو وګړيو ترې زياتې ګټې تر لاسه کړې دي.اوس په دغه کلي کې څلور سوه کورونه بزګران په نويو ودانيو کې ژوند کوي او څلويښت کورونيو يې ځانګړی موټرونه اخيستي دي. د دغه کلي مسئول ما فنګ مي وويل د ډله اييز اقتصاد پرمختګ د کليوالو وګړيو د شتمنېدو لپاره يوه مهمه لاره ده.نو دوی به دغه ډول اقتصادی بڼې ته په درنه سترګه وګوري او باور لري چې کلی به يې يو ښه راتلونکی ولري.