د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د دېلي تايمز ورځپاڼې د فبرورۍ په شپږمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د خلکو ګوند په رسمی توګه د دغه هېواد د پخوانې صدر اعظمې او د خلکو ګوند پخوانې مشرې بينظير بوټو وصيتنامه خپره کړه.
د خلکو ګوند مطبوعاتی سکرتر شری رحمان په دې اړه څرګنده کړه د خلکو د ګوند ځينی دښمانانو د ګډې وډې د رامنځته کولو په موخه د مېرمن بينظير بوټو د وصيتنامې په اړه دروغ خپره کړه، نو ځکه د خلکو ګوند پرېکړه وکړه چې د وصيتنامې محتويات عامو وګړيو او خبری رسنيو ته خپاره کړي چې د دښمانانو توطيه له منځه کړي او د خلکو ګوند يووالی وساتي.