<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-07 20:55:47    
زوړ أس لاره پېژنی

cri

په نړۍ کې زيات څارويان لاره پيژنی . يو چينی متل دی چې وايی زوړ أس لاره پيژنی . د چينی متلونو په نننی پروګرام کې به د دی متل په باب يوه قصه واورئ . دوه زره کاله مخکی په چين کې د چي په نامه د يوه کوچنی ملک پاچا په يوه بل کوچنی ملک شان ژون باندی حمله وکړه اود شان ژون پاچا شکست وخوړ او وتښتيده . په هغه وخت کې د پسرلی موسم و او د چي عسکر خپل مارش ته دوام ورکړ . دوی د غرونو او سيندونو څخه په تيريدو سره د شان ژون عسکرو پسی لاړل او په پای کې يی هغه هيواد پوره اشغال کړ . کله چې ژمی راغلی او باد شپيلک واهه . دوی بيرته خپل وطن ته رون و ، په لاره کې د ونو پاڼې تويی شوی. له ګلانو څخه وچ ډنډر پاتی و، په سيندونو کې اوبه کنګل شوی او په دښتو کې شګې د سخت باد په اثر هوا ته جګې شو، نو عسکرو لار غلطه کړه. دوی مجبورأ ځای پر ځای ودرېدل او و يې غوښتل چې د باد له ختمېدو وروسته بيا خپل مارش ته دوام ورکړی. خو په هغه شپه کې سختې واورې واورېدلې او لارې او کندې په واورو پټې په دی ځای کې به د يخنی او لوږې په اثر مړه شي. د چی پاچا ډېر خفه شو. صدر اعظم که څه هم ډېر هوښيار و، خو هغه هم خپه شو او د نظامی کمپ په شاوخوا کې دی خوا ها خوا وګرځېد. ناڅاپه هغه وليدل چې څو زاړه أسان په باد کې ولاړ دي، نو په زړه کې يې ښه چاره راپيدا کړه او فورأ يې پاچا ته وويل چې سابقه کړي شي. پاچا د ده وړانديز ومانه او سمدستی يې تکړه أسان وټاکل او د چی عسکر د دغو اسانو په تعقيب حرکت وکړ. دغو ړو اسانو نه يوازی په جګړو کې زياتې کارنامی قايمی کړی، بلکې د خپلو عسکرو لپاره يې لار هم پيدا کړه. بالاخره د چی عسکر روغ رمت خپل وطن ته ورسېدل. دا چينی متل چې وايی سابقه دار أسان لار پيژنی، خلک يې ډېر استعمالوي او هغه کسان اطلاق کوی چې تجربه کار دي او په کارونو کې د لارښوونې رول لوبولی شی.