<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-07 21:02:36    
د چينايانو د پسرلی جشن

cri

د چين د پسرلنی جشن په موده کې خلک لومړی کور پاکوی ، ځان مينځي ، ويښتان اصلاحوي ، په تېره بيا په کليو کې کليوال پسه او نور کورني څارويان او مرغان حلالوي او ښه ښه خوراکونه اخلي څو چې په دغه موده کې د ميلمنو پذيرايي وکړي٠ په ځانګړي ډول يادوي چې د نوی کال له لومړی ورځی څخه په بيګاه د کور ټول غړي راغونډيږي او درنه ميلمستيا جوړيږي، ماشومان چې نوی کالی اغوندي، په شپه کې د زياتو پټاکيو په ډزو او اتش بازي د نوی کال هر کلی کوی او پلار مور ماشوم ته عيدی ورکوي٠ د نوی کال په لومړی ورځ د چين هر ځای له خوشحاليو څخه ډک دی او خلک يو بل ته د جشن مبارکی وايی٠ د جشن په موده کې پنځه ورځی عمومی رخصتی وی او د لومړی مياشتی پنځلسمه نېټه د څراغ جشن دی او په تېره بيا په کليو کې له خوشحاليو او خوښيو څخه ډک رنګارنګ فعليتونه اجرا کېږي٠ د څراغ جشن وروسته د يوی کولو وخت شروع کېږي چې په دی توګه د پسرلی جشن چې شل ورځی دوام لری ، پای ته رسيږی٠

د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پرته د دوديزو اخترونو او جشنونو نه د ډول ډول ميوو او سبزيو جشنونه هم ليدل کېږي٠ مثالونه يې دا دی چې هر کال د جولای د مياشتی په لومړی يکشنبه کې د ايتاليی د ليفودی په ښار کې د بادرنګ جشن د نمانځنی مراسم پر ځای کېږي يعنی ددغه ښار په هر کور کې د بادرنګ ميلمستيا ترتيبيږی ، نو په دی نسبت بادرنګ په دغه موده کې ښه بازار لری٠ د پياز جشن د سويزلند په مرکز بورنی کې هر کال د نومبر د مياشت په څلورمه دوشنبه کې جوړيږی چې دغه جشن د پيمانی له نظره يوازی د کريسمس اختر څخه کوچنی دی٠ په دغه ورځ کې د دغه ښار په هر ځای کې د پياز خرڅولو غرفی پرتی دی او په هر رستوران کې له پياز څخه جوړ شوی ډول ډول خوراکونه اخيستل کېږي٠ د تانزانيا په ځينو سيمو کې چې مرچ کرل کېږي، هر کال د منی په فصل کې د مرچ جشن اجرا کېږي چې د هری نجلۍ سر په سرويا شنو مرچونو ښکلي کېږي او هلکان خپلو معشوقانو ته مينه څرګندوي، نو د مرچ جشن د هلکانو او نجونو ترمنځ د ميني اخيستلو مهمه غونډه ګڼل کېږي٠ په المان کې خلک د هوږو ډېر احترام کوی او د داموست په ښار کې د هوږو جشن اجرا شوی و٠ د جشن په ورځ کې د نان، مربا، شراب او شږغ په ګډون خوراکونه خرڅيږی چې هوږې پکې اچول کېږي٠ دغه راز د جشن په ورځ کې يوه ښکلی نجلۍ د هوږي د ملکی په توګه انتخابيږی او په سر له هوږی څخه جوړ شوی تاج ايښودل کېږي٠