<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-07 21:20:12    
د چين د کمونستو ځوانانو ډلې د مرکزی کمېټې لومړي منشي هو چون هوا له بی وزليو محصيلينو سره وکتل.

cri

د جنورۍ په څليرويشتمه نېټه د چين د کمونستو ځوانانو ډلې د مرکزی کمېټې لومړي منشي هو چون هوا او د سکرتريت مشر تو لا هونګ د چين د ماشومانو او ځوانانو د پرمختيايی صندوق په مقر کې د بی وزليو محصيلينو له شپاړسو تنو استازيو سره وکتل.

د دغو شپاړسو تنو استازيو په ډله کې زيات بی وزلي ځوانان شامل دي. د بېلګې په توګه نجلۍ بيان چون يان چې په پوهنتون کې د شاملېدو له ازموينې مخکی خپله مور له لاسه ورکړې، هلک جانګ وی چې د ناروغۍ د کنترول لپاره يې د زده کړې خپلې ټولې پيسې خپل ښوونکي ته ورکړې او دغه راز نجلی ليو جيا يون چې د زده کړې لپاره د کثافتونو راغونډولو کار کوي. دغو ماشومانو او ځوانانو په پوهنتون کې د زده کړې له پيل مخکې د خوب پوره کولو په نامه فعاليت کې مرسته تر لاسه کړې ده.

ښاغلي هو چون هوا له بی وزليو ماشومانو او ځوانانو سره د کتنې پر وخت د دوی وړانديزونه راغونډ کړل. دغو محصيلينو هيله څرګنده کړه چې د زده کړې تر څنګ د کار کولو په اړه زيات معلومات تر لاسه کړي او په خپله د زده کړې لګښت

ومومي. ښاغلي هو چون هوا وويل د چين د کمونستو ځوانانو ډله د ځوانانو د ښوونې دنده لري او بايد د ځوانانو لپاره خدمتونه برابر کړي. د ماشومانو او ځوانانو پرمختيايی صندوق ماشومانو او ځوانانو ته د خدمت تر سره کولو لپاره د چين د کمونستو ځوانانو ډلې يو ځانګړی سازمان دی. د دغه صندوق رول د بی وزليو محصيلو او ټولنې ترمنځ د يو پل جوړول دی.

په وروستيو نولسو کلونو کې دغه صندوق په ټول هېواد کې نژدی څلور مليارډ يوانه راغونډ کړي او له څه دپاسه دری مليون تنه بی وزليو ماشومانو او ځوانانو سره يې مرسته کړې ده. دغه صندوق د خوب او خيال پوره کېدو په نامه د فعاليت د پيل له دريو کلونو راهيسی ټول څلور سوه مليون يوانه راغونډ کړي او په پوهنتون کې د زده کړې په اړه يې د سل زره تنه بی وزليو زده کوونکو خوب او خيال پوره کړی دی.

د خبر له مخې، د ماشومانو او ځوانانو پرمختيايی صندوق به په راتلونکيو دريو او يا پنځو کلونو کې د ټول هېواد د څه دپاسه څوارلس زره ښوونځيو لپاره د فلم ښودلو سامان الات برابر کړي.