<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-08 18:58:19    
له خوښيو څخه په ډکه فضا کې د پسرلني اختر تيرونه

cri

لولو--- ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پسرلني اختر د ځانګړی پروګرام دريمې برخې ته مو زه هوسۍ او زما همکار خوشحال تايب هرکلی کوو. په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته له خوښيو څخه په ډکه فضا کې د پسرلني اختر د تېرونې په اړه څه معلومات درکړو.

تايب---د روان کال د فبروری اوومه نېټه د چينايانو له يو دوديز پسرلني اختر سره برابره وه. دغه اختر د چينايانو لپاره په يو کال کې تر ټولو لوی او مهم اختر دی. د دغه اختر د لمانځلو لپاره يو لړ فعاليتونه د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د لومړنی مياشتې له لومړۍ ورڅې څخه تر پنځلسمې ورځې پوری دوام لري. د دغه اختر په ترڅ کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د لمانځني رنګارنګ فعاليتونه تر سره کېږي او ډېر لرغونی دودونه په اوسنی زمانه کې هم مروج دي. هيله ده چې له مونږ سره يوځای په نننۍ پروګرام کې د چين د پسرلني اختر له ځانګړو دودونو او خوشاليو څخه خوند واخلئ.

---غږ ٢، د پسرلني اختر د مبارکۍ په نامه يوه سندره---

لولو---د چينايانو له دودونو سره سم، د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې وګړي د لومړنۍ مياشتې په لومړۍ ورځ يو بل ته د پسرلني اختر مبارکی وايي. وګړي د دغه ورځې په سهار نوی کالي اغوندي او د خپلو ملګرو او دوستانو کورونو ته ځي او يا

په خپلو کورنو کې له ميلمنو سره دغه اختر تيروي .

تايب---د پسرلني اختر د مبارکۍ ويلو په ترڅ کې اولادونه مشرانو ته د روغتيا او أرامۍ هيله څرګندوي. مشران حتمأ اولادونو ته پيسې ورکوي چې په سره کاغذ کې تاو شوې وې.

لولو---پخوا دغه پيسې دومره زياتې نه وې. ماشومانو پر دغو پيسو خوراکونه او لوبتکې اخيستې. اوس د وګړيو ژوند ښه شوی او د پيسو اندازه هم زياته شوی ده. ډېر ماشومان دغه پيسې راغونډوي چې په ليرې او ګوښه سيمو کې بی وزلو زده کوونکيو ته بسپنه ورکړې .د دوی په أند دغه عمل ډېر اهميت لري.

---غږ ٣ د پټاقۍ په نامه سندره---

تايب---د پټاقۍ الوزول د پسرلني اختر يو مهم دود هم دی. وګړي باور لري چې د پټاقۍ الوزولو موخه له کور څخه د بد بختۍ او شيطان شړل او د بختورۍ او نيکمرغۍ د راتګ هر کلی کول دي .

لولو---له ټولنيز پرمختګ او د چاپيريال ساتنې په اړه د وګړيو شعور له لوړتيا سره سم په دوه زره او پنځم کال کې د بېجينګ ښار په مرکزی سيمه کې د پټاقۍ الوزولو د ممنوعيت يوه پريکړه وشوه.خو له دوه زره او پنځم کال راهيسې د بېجينګ ښار په اطرافو کې په ټاکلي وخت او ځايونو کې د پټاقۍ الوزول مجاز دی

تايب---خو د پټاقۍ الوزولو په اړه لوبې په ځينو انټرنېټ پاڼو کې هم وړاندی شوي چې وګړي نه يوازی پر انټرنېټ پاڼو د پټاقۍ الوزولو منظرې ليدلی بلکې د پټاقۍ الوزولو غږونه هم اورېدلی شي.

---غږ٥، د نوي کال په نامه موسيقی

لولو---د دغه اختر دوهمه ورځ ډېره بوخته ورځ وي. وګړي په دغه ورځ د معبد بازار سيل کوي،خوندور خوراکونه خوړي او ډول ډول لوبې کوي او شيان اخلي.

تايب--- د معبد په بازارونو کې د ولسي دودونو په اړوند رنګارنګ فعاليتونه او يا لوبې ليدل کيږې چې مثلا د ښامار په بڼه څراغونه ، د زمري په بڼه نڅا او د لرګيو پر سر نڅا او داسی نور

---غږ ٥،اوس به يوه سندره واورئ چې نوم يی دی د خپل پلارکور ته د واده شوې ښځې تلل

لولو—په چين کې واده شوې ښځه له خپل مېړه سره يو ځای ژوند کوی او زيات وخت نه لری چې د خپل پلار او مور کور ته ولاړ شي. د چين د دود سره سم واده شوې ښځه د پسرلني اختر په دوهمه ورځ د خپل پلار کور ته ځي او په دې ورځ پلار او مور د خپلې لور او زوم لپاره درنه ميلمستيا جوړوي او د خبرو اترو په ترڅ کې د خپلې لور د ژوند په هکله معلومات تر لاسه کوي.

---غږ ٦، اوس به يوه سندره واورئ چې نوم يی دی هره هيله ترسره کيداي شی

تايب---د پسرلني اختر په دريمه ورځ ملګري اودوستان يو بل ته سوغاتونه ورکوي. وګړي له دغې لارې خپله مبارکی څرګندوي او خپلمنځی اړيکې ټينګوي. پخوا وګړيوعمومأ يو بل ته کيکونه او خواړه په داسې کاغذي قوطيو کې ورکول چې په سرو رسيو تړل شوی و..

لولو---خو د وګړيو د ژوند په ښه والی سره د کيک ورکولو عادت له منځه تللی

، نن ورځ روغتيا ساتنه تر ټولو مهم کار دی ، نو ځيني کسان د اختر د مبارکۍ ويلو لپاره خپلو ملګرو او دوستانو ته د سپورت کارت د سوغات په توګه ورکوي.

---غږ ٧، اوس به موږ په ګډه د شتمنۍ په هيله يوه سندره واورو---

تايب---د چين د لرغونو کيسو له مخې د شتمنيو رب النوع د پسرلنی اختر په پنځمه ورځ له أسمان څخه دنيا ته راځي او د شتمنۍ تر لاسه کولو بخت هر تن ته ورکوي. نو وګړي په دغه ورځ د شتمنيو رب النوع د راتګ د هر کلي لپاره مراسم پر ځاي کوي. اوس دغه مراسم نه جوړيږي بلکې د جياوځه خوړلو له لارې د بخت او نيکمرغۍ له تر لاسه کولوڅخه غوښته کوي.

لولو---ځکه د جياوځه بڼه د چين لرغوني زمانې هغو مروجو پيسو ته ورته ده چې يون باو نوميږي او له سرو زرو يا سپينو زرو څخه جوړيدې. چينايان په دې ورځ جياو ځه خوري ، هيله يې دا ده چې په نوي کال کې برياليتوب تر لاسه کړي ، د بېلګي په توګه ځيني کسان په جياو ځه کې شيريني اچوي ، که څوک دغه جياوځه وخوري ، په راتلونکي کال کې به يې ژوند لا خوږ او ښکلی شی.

---غږ٨، د څراغ جشن سندره---

تايب---د پسرلني جشن پنځلسمه ورځ د څراغ جشن دی او په دې ورځ سپوږمۍ په نوي کال کې د لومړي ځل لپاره بشپړيږي او د ماښام په مهال وګړي په لارو کوڅو کې راغونډيږي او ډول ډول څراغونه ګوري . په ځينو څراغونو باندی معماوې هم سريښ شوی وي.

لولو---د يادونې وړ خبره دا ده چې په دې ورځ چينايان يوان شياو نومي خواړه خوري چې ګرد شکل يا بڼه لری او پکې شيريني اچوي ځکه چې په دې ورځ سپوږمۍ بشپړه وی ، د ګرد خوراک خوړل د کورنيو غړيو د راغونډيدو مانا لری.

---غږ ٨ ،د خوشالۍ سندره---

تايب---د څراغ جشن تر تيريدو وروسته د پسرلني جشن د لمانځلو ټول فعاليتونه پاي ته رسيږي . تر هغه به زموږ دغه ځانګړی پروګرام هم پای ته ورسيږي . د زمانې بدلونونو او د ژوند د ګامونو په چټکتيا سره دودونه او د پسرلني جشن د لمانځلو

فعاليتونه هم بدليږي ، خو د جشنونو په ورځو کې د خوشحاليو څخه ډکه فضا او له نيکمرغه ژوند څخه د هيلې څرګندونه نه بدليږي. د پروګرام په پاي کې به موږ په ګډه يوه سندره واورو چې نوم يی دی ، له خوشحاليو څخه ډک کال