<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-08 19:01:52    
د کوچنيانو د داستانونو ستر ليکوال هانس کريسنين اندرسن

cri

د دنمارک د ماشومانو او کوچنيانو د داستانونو مشهور او لوي ليکوال هانس کريستين انديرسن د ١٨٠٥ کال د اپريل په دوهمه نيټه د دنمارک په يوه غريبه کورنۍ کې وزيږيد ٠ پلار يې يو بوټان جوړونکی و او د فرانسې د ناپيليون بوناپارت د تيري په ضد جګړه کې يې برخه واخيستله ، د کوچنيتوب په موده کې د اندرسن ژوند ډير غريب و او په وار سره يې په څو دکانونو کې شاګردي کوله ، هغه رسمي تعليمات نه و ترسره کړي ، اندرسن د کوچنيتوب په وخت کې د هنر سره ډيره مينه درلوده او غوښتل يې چې يو سندرغاړي ، هنرمند او نماينش نامه ليکونکی شي ، په ١٨١٩ کال کې اندرسن د دنمارک د مرکز کوپنهاګ په شاهي تياتر کې داخل شو ، خو وروسته له هغه چې د ستونی ناروغي ورته پيښه شوه د تياتر څخه معزل شو، د دې نه وروسته اندرسن د نمايش نامو په ليکلو پيل وکړ ٠ څو نمايش نامې يې و ليکلې خو څرنګه چې دده له خوا ليکل شوي نمايش نامې د تياتر د نمايش د ښودلو د اړتيا سره مناسبې نه وې نو ځکه دغې نمايشنامې د چا په درد ونه خوړلی ٠

په ١٨٢٢ کال کې د شاهي تياتر د يوه د ايرکتر په مرسته اندرسن په يوه ښوونځي کې درس ولوست ، په دې کال کې هغه د ځوانانو د ازموينې په نامه يو کتاب وليکه ، په ١٨٢٧ کال کې اندرسن خپل لومړي شعر خپورکړ چې نوم يې و ((وروستنۍ سلګي ته رسيدلی هلک )) ورپسي په ١٨٢٩ کال کې اندرسن د کوپنهاګ په پوهنتون کې داخل شو او پخپلو لوړو تحصيلاتو يې پيل وکړ ٠ د ده لومړي مهم اثار په ١٨٢٩ کال کې له چاپه ووت ، دا يوه سفرنامه وه ، ددې سفرنامې د چاپيدو له امله اندرسن په ابتدايي توګه د ټولنې لخوا وپيژندل شو ٠ددې نه وروسته اندرسن په مداومه توګه

نمايش نامې ليکلې ، په ١٨٣١ کال کې اندرسن المان ته سفر وکړ او د سفر په ﻻره کې يې نور سفري يادداشتونه وليکل ٠

په ١٨٣٣ کال کې اندرسن ايتاليې ته ولاړ او د شعر په شکل يې يوه نمايش نامه او د (( في البديهه شاعر)) په نامه يو اوږد ناول وليکل ٠ نوموړي ناول د چاپه وتلو نه وروسته ژر په جرمي او انګليسي ژبو ترجمه شوی او وروسته له هغه نه اندرسن په نړۍ کې شهرت وموند، د اندرسن د کيسو لومړې مجموعه د ١٨٣٥ کال په پسرلي کې له چاپه ووت ، په ١٨٣٧ کال کې انديرسن په لومړي مجموعه کې نورې دوې کيسې اضافه کړې او د ماشومانو او کوچنيانو د داستانونو د لومړي ټوک په توګه چاپ شو ، ورپسې په ١٨٤٢ کال کې د کوچنيانو د داستانونو دوهم ټوک يې بشپږ شواو د ١٨٤٠ کال نه تر ١٨٥٧ کاله پوري انديرسن په وار سره ناروي ، سويډن ، المان ، فرانسې ، ايتاليې ، هسپانيې ، پورتګال ، يونان ، اسيا او افريقې ته سفرونه وکړل او د سفرونو په موده کې يې زيات سفرنامې وليکلې ٠ مثلأ (( د سويډن منظرې)) او (( پورتګال ته سفر )) او داسې نور ، اندرسن المان او فرانسې ته د سفر په وخت کې د زياتو مشهورو ليکوالانو او هنرمندانو سره اشنايي پيدا وکړه ، په ١٨٤٧ کال کې هغه په برتانيه کې د مشهور ليکوال ديکنس چارلس سره اشنا شو٠

اندرسن پخپل ټول عمر کې مجموعأ يو سلو شپږ اتيا داستانونه او کيسې وليکلې چې په دې جمله کې ((د پاچا نوي کالي )) (( د اورلګيد پلورنکې نجلۍ )) ، ((د سمندر لور )) ، (( بدرنګه هيلۍ ))او (( د چوکيدار زوي)) شاملې دي چې په نړۍ کې يې ډير شهرت موندلی دی ٠

د اندرسن لخوا ليکل شوي د کوچنيانو د داستانونو زياتره برخه د خلکو د ژوند

څخه رااخيستل شوي او د معمولي خلکو د واقعيتونو سره نژدې اړيکي لري او د واقعيبيني او رومانتيزم څخه ډک دی په عين وخت کې د ده په اثارو کې د واکمنې طبقې او د اشرافو د ناپوهۍ تمسخرشوي دي ، نو په دې وجه کوچنيان او لويان ټول د ده د داستانونو سره ډيره مينه لري ٠

هانس کريستني انديرسن په نړۍ کې د ماشومانو د داستانونو ډير مشهور او لوي ليکوال و ، خلکو ورته د کوچنيانو د داستانونو د پاچا لقب ورکړ ٠ اندرسن نه يوازي د کوچنيانو د داستانونو د ليکلو سره ډيره مينه درلوده بلکې يې پر ماشومانو او کوچنيانو باندې مهرباني کوله ، په عين وخت کې د نړۍ د مختلفو هيوادونو ماشومان او کوچنيان هم د اندرسن د داستانونو سره ډيره علاقه او مينه لري ٠ دده اثار په نړۍ کې په څه دپاسه اتيا ژبو په ژباړل شوي دي ٠

هانس کريستين اندرسن په خپل ژوند کې واده ونه کړ او د ١٨٧٥ کال د اګيست په څلورمه نيټه يې د دنمارک په مرکز کوپنهاګ کې له دنيا څخه خدای په اماني وکړه ٠