<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-08 18:27:48    
په ژوند د قبر ننداره ( دوهم )

cri

اورمچي د چين په لوېديځ کې د شينجيانګ خودمختارې سيمې مرکز دی چې له واورو ډک او سوړ ښار دی. ختن په همدغې خودمختيارې سيمه کې پروت دی چې ښايی دغه نوم ډېرو هېوادوالو ته اشنا وي که تاسې غواړئ د سپټمبر او مارچ تر منځ زماني واټن کې د اورمچي له لارې د چين نورو ښارونو ته سفر وکړئ، نو خامخا له ځان سره تودې او ګرمې جامې واخلئ.

د نومبر شپږويشتمه نېټه د چين – اورمچي ښار په ځايي وخت مازيګر ناوخته څلور بجې د

China Southern Airline په هوايی ډګر CZ6009 الوتکه راکښته شوه . په الوتکه کې ناست کسان ډېری افغانان او د ډيورېنډ کرښې لرې ( کوزې ) غاړې ته پراته پښتانه وو. له ما سره په څوکۍ ناست کسان هم پښتانه وو او تر خپل منځ يې د سوداګرۍ او دوکاندارۍ په اړه خوندور بنډار جوړ کړی و.

په هوايی ډګر الوتکه لا بشپړه نه وه درېدلې چې سورلۍ له خپلو څوکيو پورته شوه، مېلمه پالې غږ کړ چې کينئ او کمربندونه مو وتړئ چا يې په خبره غوږ و نه ګراوه، بس هر يوه د خپلو څوکيو له پاسه کابين کې ايښي بکسونه را اخيستل. په درنګ شېبه کې الوتکه ودرېده. خوځند دالېز د الوتکې دروازې ته جوخت شو او دروازه پرانيستل شوه. له الوتکې څخه تر کوزېدو وروسته موږ ټول د الوتکې سورلۍ په ترمينل کې په ليکو ودرېدو چې مسوول کسان زموږ پر پاسپورټونو د داخلېدو مهر ولګوي. دغه کار ډېر وخت واخيست ، پوليسو به يو – يو کس له ليکو په خپله خوښه ايسته، يوې خونې ته به يې د هغه د بکس د کتلو لپاره بوته. ما همدغه وخت

بېجينګ ته الوتنه درلوده. پر مړونه مې لاسي ګړۍ نه وه او نه مې هم د چين وخت ته پام و چې له کابل او اسلام اباد سره څومره توپير لري. د مساپرو ليکو او د پوليسو ناغېړۍ ته مې چې کتل نو ښکارېده چې دا به ډېر وخت نيسي. له يوه چا مې د ساعت پوښتنه وکړه، د هغه ساعت هم بې وخته و. پوليس ته ورغلم په انګريزي مې ورته وويل چې ياره زه بېجينګ ته الوتنه لرم، لکه چې ناوخته ده، هه، دا مې ټېکټ دی، هيله ده بې نوبتي وکړئ او تر ټولو لومړی زما د کتنې او تلاشۍ کار خلاص کړئ . څه خبره يې و نه کړه. دی هم لکه چې په انګريزۍ نه پوهېده، خو لکه چې زما له اشارو سره په مل خبرو يې سر خلاص شوی و. ټېکټ ته يې چې وکتل نو ده هم په اشاره لارښوونه راته وکړه چې هغې خونې ته لاړ شم.

کله هم که چين ته سفر کوئ نو ښايي يو څو ټکيه چينايی ژبه زده کړئ . ځکه دلته ډېر لږ داسې څوک پيدا کېږي چې هغه دې په انګريزي پوه شي، ان کېدی شي داسې څوک له سره له تاسې سره مخ نه شي. د چيني ژبې د زده کړې په اړه د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګه ځانګړې خپرونه لري او همدا ډول ددغې راډيو له خوا په خپرېدونکې پښتو هېنداره کې هم د چيني ژبې د زده کړې لوستونه خپرېږي.