د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د خلکو ګوند د فبروری په اتمه نېټه وويل دوی د بينظير بوټو د مرګ لامل په اړه د بريتانيا د لندن پوليسو څانګې نتيجه نه منی او له م م څخه يې يو ځل بيا غوښتنه وکړه چې په دغه پلټنه کې ګډون وکړي.
د دغه ګوند د چارواکيو په اند، بينظير بوټو د ډزو له امله وژل شوې او په دې اړه يې شک څرګند کړ چې د پاکستان حکومت غواړی حقيقت پټ کړي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير حامد نواز د فبروری په اتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د پاکستان حکومت ته د لندن د پوليسو څانګې په راپور کې ويل شوي بينظير بوټو د يو بريد په چاودنه کې پر سر د ټپ له امله وژل شوې ده.