ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بېلابېلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هيله من يم چې د ليکونو او برېښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بېلابېلې پوښتنې راواستوئ !
ګرانو دوستانو! نه پوهېږم تاسو ته معلومه ده که نه چې اوس په چين کې د پسرلی اختر موده ده . د فبرورۍ له شپږمې نيټې څخه تر دوولسمې نيټې پوری د چين وګړی يوه اوونۍ رخصتی لری . د پسرلی اختر په چين ترټولو مهم اختر ګڼل کيږی او ټول چينايان يی لمانځنې ته ډيره پاملرنه کوي . نو زه هم غواړم د پروګرام په دغه کړۍ کې تاسو ته د دغه اختر په باره کې څه معلومات وړاندی کړم !
په چين کې دوديزه کرنيزه جنتری کارول کيږی او د پسرلی اختر د دې جنترۍ له مخې د لومړۍ مياشتې لومړی ورځ ده چې د عيسوی کال له لومړی ورځې سره سمون نه لری . د عيسوی کال له مخې هر کال د پسرلی اختر وخت بيل وي ، خو عموما د جنوری له درېيمې لسيزې څخه د فبروری تر دوهمې لسيزې پوری په دغه وخت کې وي . له تاريخی سندونو سره سم د چينايانو دوديز نوی کال يعنی د پسرلی جشن څه دپاسه ٤ زره کلن تاريخ لری .
دغه راز تاسو ته معلومه ده که چې ولی د چينايانو دوديز نوی کال د پسرلنی اختر په نامه نوميږی ؟
چين يو کرنيز هېواد دی او دغه جشن د چين له جغرافيايی او اقلمی ځانګړتياوو سره تړاو لری . چين د ځمکې کرې په شمال کې پروت دی او هر کال د پسرلی ، دوبی ، منی او ژمی څلور بېل بېل فصلونه لری . وګړي د اوږدې موې ساړه می تر تېرولو وروسته معتدل
پسرلی ته سترګې په لاره ناست وي او د يوې کرنيزې ټولنې لپاره د نوی کال پيل او په پسرلی کې د کرنې نښه ده .
په چين کې خلک د پسرلی اختر لمانځنې ته ګوو نيان وايی خو دلته ګوو يعنی تېرول او نيان په حقيقت کې يو حيوان ته ويل کيږی چې پخوانی څوند کاوه . په دې اړه يوه زړه کيسه هم شته .
ويل کيږی چې ډير پخوا يو وحشی ژوی چې نيان نومېده ، اوږده ښکر درلودل او ډير خطرناک و . دغه حيوان د سمندر په ژور ځای کی ژوند کاوه او د هر کال په پای کې ځمکې ته را پورته کېده او خلک يا نور حيوانات يی خوړل . نو ځکه د هر کال په دغه موده کې خلک ليرې غرونو ته تلل چې له دغه ژوی له خطرڅخه ډډه وکړي . کله چې د يو نامعلوم کال په پای کې د تاو هوا په نامه يو کلی خلک په وار سره غرونو ته تښتېدل يو زوړ سوالګر دغه کلی ته ورسيده . که څه هم دغه سوالګر زوړ و خو ډيره ځوانه بڼه يی درلوده او ډير سالم ښکاريده . هغه خلکو ته وويل چې غره ته مه ځئ ! هغه د نيان د مخينوی لاره لری .
دغه سوالګرد کلی د لويې دروازې پر دوو اړخونو باندی سره کاغذونه ولګول او اورلوبې يا پټاقۍ يی هم چمتو کړې . د دې ترڅنګ د دغه سوالګر په غوښتنه ټولو خلکو هم سرې جامې واغوستلې .
نو کله چې د نيان په نامه ژوی دغه کلی ته رسيږی ، سره کاغذونه ګوري او ډير حيرانېږی . په همدغه وخت کې اورلوبې پيل کيږی او پټاقۍ هم الوزول کيږی نو دغه ژوی سمدلاسه په ويره او ترهېدلی تښتي .
نو په دې توګه خلک پوهېږی چې دغه ژوی له سور رنګ او اور په شان توکیو څخه وېرېږی . له دی وروسته به خلکو يو بل ته مبارکی ويله او هر کال به هرې کورنۍ سره کاغذونه لګول چې د نېکمرغۍ کلمې هم پرې ليکل شوې او پټاقۍ هم الوزول کېدی .
ګرانو دوستانو ! د چين د پسرلی اختر په اړه مو يوه کيسه وارويدله . خو دا معلومه نه ده چې دغه کيسه رښتينی ده که نه خو د چينايانو د نوی کال په اړه نيکې هيلې او د نېکمرغۍ څرګندونه په کې شوی ده .
ګرانو دوستانو ! د پروګرام نننی کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده تاسو ته هم د چين د پسرلی اختر په وياړ نيکې هيلې او مبارکۍ وړاندی کوم . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !