<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-09 18:33:26    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! زه امان الله عمران يم، دا دى يو ځل بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى، له خپلې همكارې ډيوې سره يو ځاى يې د وړاندې كولو لپاره سټوډيو ته راغلى يم، نو هيله ده د اورېدو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ. ښايي تاسې هم خبر وئ چې اوس په چين كې د چينايانو د پسرلي دوديز اختر ورځې دي، يوه اوونۍ به د دغه اختر لمانځنې په وياړ رخصتيانې وي، چې د فبرورۍ له شپږمې پيل شوې دي. وګړي د چين په لر اوبر كې له خپلو كورنيو سره د دغه اختر د ورځو تېرولو لپاره خپلو كورونو او ټاټوبيو ته ستانه شوي دي. خو په همدې وخت كې د چين منځنۍ، جنوبي او ختيځې برخې د واورو د سخت اورښت او خورا ډېرې سړې هوا د پراخې څپې سره مخامخ دي، چې له دوو اوونيو ډېرې مودې راهيسې پيل شوې ده او لا يې هم اغېزې دوام لري. نو موږ هيله من يوو چې ټول چينايان له ستونزو پرته د پسرلي اختر ورځې د خپلو كورنيو له غړيو سره يو ځاى په خوشالۍ ولمانځي. د اورېدونكيو له خوا ليكونه بيا هم زيات رارسېدلي، خو مخكې له دې چې ډيوه د پروګرام لومړى ليك راواخلي غواړم ترې وپوښتم چې دا خو تر اوسه له خپلې كورنۍ سره د پسرلي اختر د لمانځنې لپاره خپل ټاټوبي ته نه ده ستنه شوې، نو ډيوې لومړى خو دا راته ووايه چې په چين كې ستا اصلي ټاټوبى چېرې دى، او بيا د كورنۍ د ليدو لپاره به هلته ستنېږې كه څنګه؟

ډيوه – زه هم لومړى خپلو اورېدونكيو او ټولو چينايانو ته د چين د دوديز اختر د راتلو په وياړ مباركي وايم او دغه اختر ټولو ته بختور غواړم، بيا ستا د پوښتنې ځواب ته راځم، په چين كې هر كال د پسرلي اختر د راتلو په وخت كې ټول چينايان غواړي چې د اختر ورځو د تېرولو لپاره له خپلو كورنيو سره يو ځاى شي، دا د چينايانو تر منځ يو ډېر پراخ او ژور دود دى، نو په دې وخت كې پر لارو، هوايي ډګرونو د اورګاډيو په تم ځايونو او اډو كې خورا ډېره زياته ګڼه ګوڼه وي، زه د چين په شمال ختيځ لياونينګ ولايت كې زېږېدلې يم او مور او پلار مې اوس هم هلته اوسېږي، خو زه لومړى د زده كړې او بيا اوس د كار لپاره په بېجېنګ كې ژوند كوم، اوس د اختر ورځې دي، زموږ نور همكاران خپلو كورونو ته ستانه شوي، نو كار او دندې موږ ته راپاتې دي، نو له همدې امله به زه له رخصتيو وروسته د كورنۍ ليدو لپاره خپل ټاټوبي ته ستنه شم.

عمران – ډېر ښه، هيله ده د خپلې رخصتۍ ورځې په خير او خوشالۍ تېرې كړې، اوس به نو پروګرام پيل كړو كه څنګه؟

ډيوه – هو، دغه لومړى ليك به راواخلم چې د صوبه سرحد له صوابۍ څخه عطاء الله مبارز را استولى دى. لومړى سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسو خپرونې اورم، خو له بده مرغه ليك لوست مې نه دى زده او بې سواده يم. بيا وايي: ستاسې د دايمي اورېدونكي رفيع الله مندو خېل څخه مې ستاسو پته واخيسته او دا دى اوس مې تاسو ته يو لنډ وليكه هيله ده په پروګرام كې يې راته خپور كړئ!

عمران – ډيوې، دغه ليك د بلوچستان له ژوب څخه زكريا مندوخېل را استولى دى، د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: په دې وروستيو كې مو ستاسو د خپرونې اورېدل پيل كړي دي، دا مو لومړى ليك دى تاسو ته يې در استوو، ستاسو د راډيو پته مو په ژوب كې د سي آر آى لسنرز كلب مشر رفيع الله مندو خېل څخه واخيسته. بيا وايي: رفيع الله مندو خېل دلته زموږ په سيمه كې يو لوى كلب جوړ كړى دى چې ګڼ شمېر غړي لري. اورېدونكى زكريا وايي: اوس زموږ په سيمه كې ډېر خلك د سي آر آى خپرونې اوري، ستاسو پښتو هېنداره هم، د رفيع الله خان په لاس راورسېده. ښاغلى زكريا زياتوي: موږ دلته په پوهنتون كې زده كړه كوو، زموږ ټول ملګري ستاسې خپرونې اوري او په راتلونكي كې به هم، نوموړى ليكي، تاسو ته ليكونه درلېږو. اورېدونكى زكريا مندو خېل د خپل ليك په پاى كې وايي: موږ غواړو چې د چين ولسي جمهوريت په اړه ډېر معلومات ترلاسه كړو، سي آر آى راډيو زموږ لپاره د معلوماتو يوازينۍ سرچينه ده.

ډيوه – په مانسهره كې د خراسان كلب د مشر نثار احمد احمدي له خوا درې ليكونه رارسېدلي دي، له سلامونو او نېكو هيلو وروسته يې ليكلي: تاسو ته د نوي كال مباركي وايم او هيله لرم چې هوسا او بريالى ژوند په كې ولرئ. بيا يې د اولپيك سپورټي لوبو په اړه پر راډيو د يوې مسابقې پر پيل خوښي څرګنده كړې او وايي چې د ده ملګري به په كې ګډون كوي. نثار احمد بيا د سي آر آى راډيو ستاينه كوي او وايي چې ناپېيلې، علمي او كلتوري راډيو ده چې په آزاده توګه خپرونې كوي او موږ يې هم تل په مينه اورو. بيا وايي موږ به په مانسهره او دغه راز نورو ځايونو كې د ستاسو راډيو د پښتو خپرونې د اورېدو لپاره نورو زياتو اورېدونكيو ته معلومات وركړو.

عمران – ډيوې دغه به ليك به راواخلم چې د كرمې اېجنسۍ له پاڼه چنار څخه عقيل وزير منتظر رالېږلى دى. په پيل كې يې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ټولو همكارانو ته سلامونه او نېكې هيلې ويلې او بيا يې ليكلي: څه موده كېږي چې ستاسې راډيو پښتو خپرونه اورم. دى هم وايي چې ستاسو له راډيو سره مو پېژندګلوي په ژوب كې د سي آر آى لسنرز كلب د مشر رفيع الله خان مندو خېل په مرسته شوې ده، نوموړي ستاسو پته او د پښتو هېندارې يوه ګڼه راكړه چې زموږ خورا ډېره خوښه شوه. اورېدونكى عقيل وزير وايي: خپرونې مو اوس هره ورځ اورم چې ډېرې د ستاينې وړ دي. دى د خپل ليك په پاى كې وايي: ستاسې له خپرونې سره مو مينه ده، هيله ده چې موږ ته خپل فرهنګي مواد هر وخت راواستوئ.

ډيوه – له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي عبيد الله صديق په خپل ليك كې لومړى سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: د سه چوان ولايت په مسابقه كې د خپل كلب په برياليتوب خوشاله شوم. زه خپل ټاټوبي ته ستون شوى وم او اوس بېرته راغلى يم چې په مانسهره كې د مساپرۍ شپې ورځې تېروم. موږ شناختي كارډونه يا پېژند پاڼې نه لرو چې له امله يې له خورا زياتو ستونزو سره مخامخ يوو. نوموړى بيا وايي: په پاكستان كې وضعه ترينګلې شوې، د مرګ ژوبلې پېښې ډېرې زياتې كېږي، دا هم زموږ ورور او ګاونډى هېواد دى، هيله ده چې سوله او ارامي په كې ټينګه شي.

عمران صاحب د اورېدونكيو له خوا رارسېدلي ليكونه خو مو ولوستل، اوس نو د پروګرام د پاى شېبې دي، او د موسيقۍ وخت دى، كه څنګه؟

عمران – هو ډيوې همداسې ده، لكه د پروګرام پيل كې مو چې يادونه وكړه اوس د چينايانو د پسرلي دوديز اختر دى، دغه اختر اورېدونكيو او نورو ټولو ته بختور غواړو، نو په همدې وياړ دا ځل يوه داسې خوندوره چينايي سندره راباندې واوره چې له اورېدونكيو سره يو ځاى دغه اختر ولمانځو...

ډيوه - سمه ده، نو راځئ چې دا ځل د چين د دوديز پسرلي اختر په وياړ دغه خوندوره سندره واورو.

عمران - درنو اورېدونكيو د چين د دويز پسرلي اختر په وياړ مو دغه خوندوره چينايي سندره واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، كه تاسو غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران او زما همكارې ډيوې ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.