<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-10 18:15:03    
يو لړ خوندوری نغمی

cri

ګرانو اورېدونکو، نوی کال مو نېکمرغه او مبارک شه! د روانې مياشتې اوومه نېټه د چين دوديز جشن پسرلنی جشن و ، د نوی کال د لمانځلو لپاره به دچينی او بهرنۍ موسيقی پروګرام په دغې کړۍ کې تاسو ته يو لړ خوندوری نغمی وړاندی کړو٠

( نغمه ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس يوه خوندوره نغمه واورېده چې نوم يې و خوشاله٠ په لويديځو هېوادونو کې د کريسمس ورځ په شان په چين کې پسرلنی جشن يو ډېر مهم جشن دی ، په دغو ورځو کې چينايان خپلو کورونو ته راستنيږی او له خپلو کورنيو سره يو ځای پسرلنی جشن لمانځي او ماښامي ډوډۍ خوړي٠ په لرغونی موده کې وګړيو شمعی لګولی او نه ويده کيدل چې د راتلونکی کال د خوشالی او نېکمرغی ژوند لپاره عبادت وکړی ٠ اوس به موږ په ګډه يوه نغمه واورو چې پکې د پسرلنی جشن په وخت کې د چينايانو په کورونو کې د خوشحالۍ حالات څرګندېږي٠

( نغمه ٢ )

د نوی کال له لومړنی نېټې راهيسی د چينايانو ترمنځ د مبارکی فعاليتونه تر سره کېږي چې ماشومان په کورونو کې مشرانو ته مبارکی ورکوی او تر دی وروسته مشران ماشومانو ته د مبارکی پيسی ورکوی٠ د پسرلنی اختر په موده کې د لمانځلو لپاره په بېلا بېلو ځايونو کې زيات شمېر دوديز فعاليتونه هم جوړېږي٠ د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه يوه خوندوره ولسی نغمه واورو چې نوم يی دی په ګډه توګه لمانځل٠

( نغمه ٣)

ګرانو اوريدونکو، د چينی او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته رسيږی ، تاسو ته مې د زړه له کومی د مينی او خوښۍ وړ نېکې څرګندوم ٠خوشحاله اوسئ!