<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-11 19:42:12    
په تېر کال کې د چين لخوا د پېژندل شويو انحصاري حقونو شمېر د ٢٠٠٦ کال په پرتله دېرش سلنه زيات شوی دی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د پوهنې مالکيت ادارې څو ورځې مخکې وويل تېر کال د دغې ادارې لخوا د پېژندل شويو انحصاري حقونو شمېر دری سوه او پنځوس زرو ته رسيدلی چې د ٢٠٠٦ کال په پرتله دېرش سلنه زيات شوی دی.

د معلوماتو له مخې، تېر کال په چين کې د انحصاري حق د پېژندنې يو لوی ځانګړيتوب دا و چې د کورنيو انحصاري حق د زياتوالی سرعت يې د بهرنيو په پرتله ګړندی و او د انحصاري حقونو د شمېر په برخه کې د کورنيو او بهرنيو تر منځ توپير کم شوی دی. له دې څخه څرګنديږی چې د چين د نوښتونو چارو سويه لوړه شوی ده.

د تېر کال تر پايه پوری د دغې ادارې لخوا د پېژندل شويو انحصاري حقونو شمېر دوه مليون او نوی زرو ته رسيدلی دی.