<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-12 19:32:08    
د ينګ دونګ په نامه د لامبو وهلو جمنازيوم

cri

د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د واترپولو او د پنځو عصری ډولونو له لوبو څخه د لامبو وهلو سيالي به د بېجينګ د ينګ دونګ په نامه د لامبو وهلو په جمنازيوم کې تر سره شي چې د بېجينګ ښار په شمال کې پروت دی.

دغه جمنازيوم په بېجينګ کې مشهور دی چې په کې د لامبو د لوی ډنډياحوض شته، د سامان الات يې عصری او چاپيريال يې ښه دی. بر سېره پردې، ټکټ يې ګران نه دی، نو هر دوبی ډېروګړی په کې لامبو وهي.

دغه جمنازيوم په ١٩٨٦ کال کې جوړ شو. په ١٩٩٠ کال کې د چين له خوا د يوولسمې دورې اسيايې سپورتي لوبو د جوړولو د حق له تر لاسه کولو وروسته د هانګ کانګ مشهور سوداګر هو ينګ دونګ چې اوس مړ شوی د يو سل مليون هانګ کانګي يوانو پانګې په لګولو سره د اسيايی سپورتي لوبو په کلی کې دغه جمنازيوم جوړ شو چې په هغه وخت کې په اسيا کې د لامبو وهلو ډېر لوی جمنازيوم بلل کيده. له يوولسمې دورې اسيايې سپورتي لوبو وروسته د لامبو وهلو ډير زيات نړيوالې سيالی په کې تر سره شوې.

د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو لپاره د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې د ٢٠٠٦ کال له اپريل څخه د دغه جمنازيوم د ترميم او پراخولو په پروژې پيل وکړ او دغه پروژه به د ٢٠٠٧ کال په سپتمبر کې پای ته ورسېږي. په هغه وخت کې به يې پراخوالی دری څلويښت زره مربع مترو ته ورسېږي او د سياليو ډنډ، د روزنې ډنډ يا حوض، د ټوپ وهلو حوض او د تمرين ډنډ حوض څلور ډنډونه په کې

شته.

د دغه جمنازيوم د غږيدو په وخت کې مونږ بايد د ښاغلي هو ينګ دونګ په اړه معلومات وړاندی کوو. هو ينګ دونګ د يو بريالی سوداګر په توګه تل د چين له سپورتي چارو څخه ملاتړ کاوو. هغه يوه هيله درلوده چې په چين کې د اولمپيک سپورتي لوبې تر سره شي. د تېرۍ پيړۍ په اتمه لسيزه کې بېجينګ په بريالی توګه د يوولسمې دورې اسيايې سپورتي لوبو د جوړولو حق تر لاسه کړ، خو انتظامې کميټه د دغو سپورتي لوبو د پروژې د پيمانې او شمير د زياتوالی له امله د پيسو د کموالی له مسئلې سره مخامخ شوه. په هغه وخت کې ښاغلي هو ينګ دونګ اعلان وکړ چې د اسيايې سپورتي لوبو د لامبو وهلو د جمنازيوم د جوړولو لپاره به يو سل مليون هانکانګی يوانه ولګوي. نو دغه جمنازيوم د ينګ دونګ په نوم ياديږی.

د بېجينګ له خوا د اولمپيک د سپورتي لوبو د جوړولو حق د غوښتنې په بهير کې ښاغلي هو ينګ دونګ هم کوښښونه وکړل. د بېجينګ له خوا د دغه حق د تر لاسه کولو وروسته هو ينګ دونګ پخپله د لامبو وهلو د دولتی جمنازيوم په پروژه کې دوه سوه مليون يوانه پانګې ولګولی چې عمومی پانګه يې اته سوه مليون يوانه ده.

په ٢٠٠٦ کال کې هو ينګ دونګ له دنيا څخه د تل لپاره سترګی پټې کړې. هغه د چين د سپورتي چارو د پرمختګ لپاره د کوښښونو له امله د ټولو چينايانو درناوی تر لاسه کړی.