<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-12 19:45:04    
د چين د کرنې وزارت به د اولمپيک سپورتی لوبو په موده کې په بيجينګ کې د کرهڼيزو توليداتو برابرولو او د دغو توليداتو د کيفيت د تامين لپاره کوشش وکړي

cri

د سينهوا اژانس د خبر له مخې روان کال به د چين د کرنې وزارت د اولمپيک سپورتی لوبو په موده کې په بيجينګ کې د کرهڼيزو توليداتو د برابرولو او د خوړو کيفيت د تامين لپاره کوشش وکړي.

د چين د کرنې وزارت مرستيال ګاو هونګ بين د جنوری په ٨ نېټه د دولتی شورا د مطبوعاتی ادارې په غونډه کې وويل په هغه وخت کې به د چين د کرنې وزارت د ١٣ ولايتونو له حکومتونو سره يو ځای د کرهڼيزو توليداتو د کيفيت د تامين په موخه يو لړ عمليات تر سره کړي چې په دغه برخه کې د کرهڼيزو توليداتو د کيفيت سويه لوړه شي.د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو تشکيلاتی کميټې هم د لوبغاړو،لوبڅاريو او د پلاويو مشرانو د خوړو برابرولو لپاره يوه ځانګړی څانګه جوړه کړې ده.

نوموړی وويل هغه خوارکونه چې لوبغاړيو ته به برابريږي، په عمده توګه په چين کې توليديږي،خو ښايی چې لږ شمېر دغه خوراکونه له نورو هېوادونو څخه هم وارد شی.

د ٢٠٠٧کال له اګيست راهيسی د چين د کرنې وزارت له اړوندو څانګو سره دهېواد دننه د کرهڼيزو توليداتو د کيفيت او امنيت تامين لپاره د ځاګړيو عملياتو په تر سره کولو پيل کړی چې تر اوسه پوری يې مرحله ايزې پايلې تر لاسه کړې دي ، خو هغه دی ته اشاره وکړه چې د کرهڼيزو توليداتو د خوساکيدو او د ککړتيا سرچينو د پېچليتوب د اغيزې له امله د دغو توليداتو د کيفيت څارنې دنده لا تر اوسه هم درنه ده.

نوموړی دا چې وويل د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د کرنې پرمختيايی سويه برابره نه ده، نو ستونزې يې هم برابرې نه دي.په چين کې د بزګرانو شمېر ٢٤٠ مليون تنو ته رسيږي، خو د کرنې توليد د ترتيبولو سويه بيا هم ټيټه ده،نو د کرنې وزارت به په هر اړخيزه توګه د دغو توليداتو د کيفيت تامينولو په موخه د يو دايمی ميکانيزم جوړولو لپاره هڅه وکړي.

د معلوماتو له مخې د کرنې وزارت به د کرهڼيزو توليداتود څارنې، د خرابو توليداتو د له منځه وړلو او بيرته اخيستنې په اړه يو سيستم جوړ کړي او د دغو توليداتو د کيفيت په اړه به د مسئوليت تعقيبولو او د اړوندو مسئلو د حل نظامونه بشپړ کړي.

د چين د کرنې وزارت پلان لري چې په راتلونکيو دريو يا پنځو کلونو کې د کرنې يو داسی معياری سيستم جوړ کړي چې د خپل هېواد د کرنې له توليدی حالت او د خلکو له لګښتی ځانګړتياوو سره سمون ولري او د خوړو له نړيوال قانون سره هم يو شان وي. په همدی وخت کې به دغه وزارت په دې برخه کې د غوره تصديو،د کرنې د همکارۍ سازمان او لويو روزونکيو ملاتړ وکړي چې له مخې يې د توليداتو کيفيت تامين شی.

ښاغلی ګاو هونګ بين دا هم وويل د ٢٠٠٧ کال په اګيست کې د کرهڼيزو توليداتو د کيفيت تامين لپاره د ځانګړيو عملياتو له تر سره کولو راهيسی څلورو موخو په بريالی توګه رسېدنه شوې ده.نو باور لري چې د اولمپيک سپورتی لوبو په موده کې به په دغه برخه کې اړوند کارونه هم په سالمه توګه روان وي.