<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-13 19:17:01    
د چين د ٌ پومی ٌ قوم په باب معلومات

cri

د ٌ پومی ٌ قوم نفوس يوازی څه نا څه ديرش زره تنه دی چه اکثريت يی د جنوب لويديځ چين د يون نان ولايت په ځينو ولسواليو کښی اوسيږی او نور لږ شمير يی د سچوان په ولايت کښی ژوند کوی٠ دا قوم ځانګړی ژبه لری او د چين د ملی ژبې له ليک دود څخه استفاده کوی٠ د دی قوم خلک پر څو ارباب الانواعو باندی عقيده لری او د خپلو اسلافو پرستش کوی او ځينی يی په تبتی بوديزم باندی ايمان لری٠

د ٌ پومی ٌ قوم د روايتونو او تاريخی اسنادو له مخی، دا قوم اصلأ د شمال لويديځ چين د ٌ چينګهای – تبت ٌ په فلات کښی اوسيدل او يو کوچيانی قبيل و، وروسته دوی د شمال لويديځ چين له يخې سيمې څخه ګام په ګام د جنوب لويديځ چين ملايمې سيمې ته کډه کړيده٠ که څه هم دی قوم د کډې په لاره کښی يو زر کلونه ونيول ، ډيرې سختې سنتونزې يی ليری کړې او زيات غمونه يی وزغمل، خو تر اوسه پوری يی لا هم خپل قومی خصوصيتونه ساتلی دی چه دا په بشری تاريخ کښی ډير لږ ليدل کيږی٠

د ٌ پومی ٌ قوم کلی عمومأ د غرونو په نيمه لمن کښی پراته دی او کورونه يی له لرګيو څخه جوړيږی٠ د کور ديوالونه د زياتو ونو په غونډيدو وهل کيږی او بام يی د لرګيو په تختو پوښول کيږی٠ په څلورو کنجونو کښی يی د لرګيو ستونونه ولاړ دی او په مرکز کښی يی يوه لويه مکعبه پايه دريږی٠ د ٌ قومی ٌ قوم خلک دا لويه پايه د اسمان د پورته کولو په ستون بولی او دا نظر لری چه دا د اربابو ځای دی٠ د دوی د کور لويه دروازه ختيځې خوا ته خلاصيږی ، د کور په دننه کښی د دروازې په ښې خوا يو منقل شته او د منقل تر شا يو هغه برج ولاړ دی چه ورباندی د اربابو مجسمې او د اسلافو د يادونې تختې ايښودل کيږی ٠ د کور په دباندی د دروازې د دواړو خواوو پر ديوالونو باندی د ميښانو سرونه او هډوکی ځواړنده دی چه دا د کورنی شتمنۍ نښه ګڼله کيږی ٠

د لرغونی عنعناتو سره سم د ٌ پومی ٌ قوم خلک د نوی کال د نمانځلو په وخت کښی د ديارلسو کلنو اولادونو دپاره د بالغيدو مراسم جوړوی٠ دغه مراسم د مور يا ماما تر رياست لاندی روانيږی چه ديارلس کلن هلک يا نجلۍ پر غوښو او له غلودانو څخه ډکې کڅوړې باندی چه غوښې او غلې دانې د شتمنۍ او ښو حاصلاتو نښې ګڼل کيږی، دريږی او په داسی حال کښی چه ساحر د اور رب او اسلافو ته دعا کوی، مور يا ماما يی پر هلک باندی لنډ کميس او اوږد پطلون او پر نجلۍ باندی پريټ لرونکی لمن اچوی٠هلک يا نجلۍ خپلوانواو دوستانو ته د جولۍ په غوړولو او د شراب د جام په پورته کولو سره ورڅخه شکريه څرګندوی٠ له دغو مراسمو نه وروسته دغه اولادونه کولای شی چه له لوئيانو سره يو ځای په بيلا بيلو ټولنيزو فعاليتونو کښی ګډون وکړی٠