<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-13 19:36:42    
په چين کې د هندی ځوان چن ای لونګ نېکمرغه ژوند

cri

ګرانو اورېدونکو، يو هندی ځوان چې چودری ديليپ ګيريدهار نوميږی او چيني نوم يې چن ای لونګ دی، د چين د شان شي ولايت له تای يوان ښار سره ډېره مينه لري. نوموړي له څو کلونو راهيسی نه يوازی د تای يوان ښار په يو پوهنتون کې د ښوونکی په توګه کار کړی، بلکی په چينی ګونګ فو کې هم غښتلی دی٠ د ژوند په چين کې پروګرام په دغې کړۍ کې به تاسو ته په چين کې د دغه هندي ځوان د نېکمرغی ژوند په اړه معلومات وړاندی کړو٠

 زما چيني نوم چن ای لونګ دی٠ دا نوم مې ځکه غوره کړی چې لونګ يعنی ښامار د چيني هنر او کلتور استازيتوب کوی ٠ زه د چين له کلتور سره ډېره مينه لرم ، په تيره بيا له بروس لی سره ډېره مينه لرم ، نو زه د چن ای لونګ په نامه ونومول شوم ځکه چې په چيني ژبه د بروس لي نوم لي شياو لونګ دی او په ګونګ فو کې يې ډېر مهارت درلود .

په ٢٠٠٢ کال کې د شان شي د ښوونی پوهنتون په بلنه چن ای لونګ د انګريزی ژبی د يو ښوونکی په توګه وټاکل شو٠ له دی امله چې چين ته له رسيدو مخکې چن ای لونګ يوازی د فلمونو د کتلو له لاری د چين د دوديز تاريخ او کلتور په اړه معلومات ترلاسه کړی وو، نو له الوتکی څخه له ښکته کيدو وروسته ډېر حيران شو ځکه چې واقعی چين دده له تصور سره بيخی سمون نه خوړ٠

 دا زما لومړی ځل دی چې له هند څخه چين ته راځم او غواړم چې په چين کې ځانګړی ودانۍ او د چينايانو عادتونه له نژدې وګورم ، خو بېجينګ ته له رسيدو وروسته مې وليدل چې بېجينګ ښار په پوره توګه يو معاصر نړيوال ښار دی٠

چن ای لونګ بېجينګ ته له رسيدو وروسته په پيل کې د ژوند له زياتو ستونزو سره مخامخ و او په لومړی اوونۍ کې ناروغ شو٠ په هغه مهال کې يې چيني دوستانو ورسره تماس ونيوه او دده ژوند ته يې زياته پاملرنه وکړه ، نو له دی امله يې په چين کې خپل کار ته د دوام ورکولو ستر باور تر لاسه کړ او له دی وروسته يې د چيني ژبې په زده کړی پيل وکړ او کله کله به يې له وګړيو سره د نظريو تبادله کوله٠

چن ای لونګ له خپل فارغ وخت څخه په استفادی سره د چين د بېلا بېلو ځايونو د ګونګ فو له مشهورو لوبغاړو څخه زده کړه وکړه او په ځانګړې توګه د چين د مرکزي برخې هه نان ولايت د سونګ شن شاو لينګ معبد ته لاړ چې په نړۍ کې ډير شهرت لری او ټول راهبان يې د ګونګ فو لوبې اتلان دي او د ګونګ فو له لوبې څخه يې ډيره ګټه اخيستی ده. چن ای لونګ وايی:

  د ګونګ فو د زده کړې له امله زما زړه أرام دی ٠ د زده کړې موخه جګړه نه ده ، بلکی د خپل ملګری د ساتنی لپاره ګونګ فو زده کوم٠ د ګونګ فو تر زده کړې وروسته زما بدن غښتلی شوی او روحيه مې ډېره ښه ده٠

په چين کې د چن ای لونګ کار او ژوند ورځ په ورځ ښه کېږي٠ په ٢٠٠٦ کال کې يې د بېجينګ د تلويزيون له خوا په چين کې د بهرنيانو هنر او توان د سيالی په نامه په يو پروګرام کې د ګونګ فو د ننداری له لاری درېيم مقام تر لاسه کړ او زيات شمېر چيني نندارچيانو پاملرنه يې راجلب کړه٠

چن ای لونګ وويل چين او هند ملګري ګاونډي هېوادونه او په نړۍ کې لومړی او دوهم

لوی پرمختيايی هېوادونه دي٠ له ٦٠ کلونو مخکې د هند ډاکتر کوتنيس دوارکنات

شانتارام له طبی ډلی سره يو ځای چين ته راغی چې د جاپان د تېري پر ضد د چين د

مقاومت پلوی وکړی ٠ دغه ډاکتر تر اوسه هم د هند او چين وګړيو په زړه کې يو اتل دی٠ چن ای لونګ وويل  زه غواړم په راتلونکی موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوری، هنری او تخنيکی تبادلی په اړه يو شرکت پرانيزم چې د چين او هند ترمنځ د دوستی اړيکيو يو پل وګرځم٠ زه غواړم د کوتنيس دوارکنات په شان د هند او چين ترمنځ د دوستی د ټينګتيا لپاره خپل خدمتونه وکړم٠

موږ هيله لرو چې په چين کې د بهرنيو هېوادونو ټول دوستان په چين کې نېکمرغه ژوند ولری٠