<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-13 19:41:18    
د چين په ستره برخه کې د تايوان روغتونونه پرانيستل شويدي

cri

د تايوان مشهور چان ګن روغتون به د دوو کلونو تياريانو له برکته دچين د سترې برخې په جنوب ختيځ شا من ښار کې خپل لومړی طبی مرکز پرانيزي . د هغې ځانګړې تګلارې له مخې چې د چين مرکزي حکومت په دوه زريم کال کې طرح کړې ،تايواني سوداګرانو ته اجازه ورکول کېږي چې د چين په ستره برخه کې خپل روغتون پرانيزی. له دې نه وروسته يوشمير تايواني تصديو او طبی سازمانونو په پرله پسې توګه د چين په ستره برخه کې روغتونونه خلاص کړيدي.

د شا من د چان ګن روغتون چې د يو روغتون ، يو طبي پوهنتون او روغتيايی مرکز په شمول اويا هکتاره ځمکې نيسی او د تايوان د پلاستيک محدود شرکت پکې يو زر او دوه سوه مليون يوانو لګولي دي ،ژر به د ناروغانو درملنه پيل کړي . د معلوماتو له مخې په دغه روغتون کې څلور زره او پنځه سوه بسترونه شته . د روغتون د مديره هئيت مشر جن مينګ هوي وويل شا من تايوان ته مخامخ پروت دی چې په منځ کې د تايوان خليج دی. په شا من کې ډير تايواني سوداګران شته چې د دغه روغتون جوړولو يوه موخه هم د تايواني سوداګرانو خدمت کول دي. ده وويل تايواني سوداګران له چان ګن روغتون سره ډيره بلدتيا لری ځکه چې د تايوان په لين کو او ګاو شيون او نورو ښارونو کې هم چان ګن نومي روغتونونه شته او خدمتي سيستم او د ډاکترانو او نرسانو کيفيت يی هم يو شان دی . بله ځانکړتيا يې دا ده چې که کوم تايوانی سوداګر د شا من چان ګن روغتون ته راشی ، دده د ناروغۍ سابقې به ژر د الکترونيکي سيستم له لارې له تايوان څخه راوليږدول شی چې دا به دده د ناروغۍ د درملنې لپاره ډيره ګټوره وي.

د چين په ستره برخه کې د تايوان لومړی روغتون دوه کاله مخکې د تايوان د وانت

وانت ګروپ لخوا د هو نان ولايت په چن شا ښار کې جوړ شو . د نوموړي روغتون مشر ښاغلي لي يون ګو وويل هو نان ولايت اوه شپيته مليون نفوس لری چې دغه شمير د تايوان له نفوسو څخه درې ځله زيات دی.خو په هو نان ولايت کې روغتونونه زيات نه دي ، دغه راز د هو نان په شاوخوا ولايتونو لکه ګوانګ شي ، جيانګ شي او ګوي جو ولايتونونو کې هم طبي چارې ډيرې پرمختللي نه دي . ناروغان عمومأ نژدې روغتون ته ځي ، نو پرېکړه مو وکړه چې په هو نان کې يو روغتون جوړ کړو. د چينهوا روغتون د تايواني موضوع د څيړنيز انستيتوټ ډاکتر هوانګ ده هاي وويل د چين په ستره برخه کې د تايواني روغتونونو د جوړولو لاملونه دا دی لومړی دا چې تايواني پانګوال او سيلانيان ورځ په ورځ زياتيږي ، دوهم دا چې په ستره برخه کې طبي بازار ښه راتلونکی لری ، خو په تايوان ټاپو کې طبي بازار د اشباع حد ته رسېدلی دی. ده وويل تايوان درويشت مليون تنه وګړي لری ، خو د طبي چارو پيمانه يې ډيره لويه ده چې شل زره ډول ډول طبی سازمانونه او يو سل او پنځوس زره بسترونه پکې شته ، په بله ژبه د هر لس زره تنو پر سر پنځه شپيته بسترونه او نوي تنه طبي کارکوونکي موجود دي ، دغه راز طبي کچه او تجهيزات يې هم د نړۍ پرمختللي سويې ته رسيدلي دي .

د ښاغلي لي جن په وينا د شا من چان ګن روغتون به د اداري نظام د پلي کولو په هکله د تايوان چان ګن روغتون پخې تجربې او موډل وکاروي . د يادونې وړ خبره دا ده چې د شا من په چان ګن روغتون کې به د جهازونو پيوستون او د زړه عمليات په شمول د تايوان د چان ګن طبي ښيګڼې استعمال شی او د هيواد د سترې برخې له

نورو روغتونونو سره به همکاری وکړي. ښاغلي جن وويل هيله من يو چې د هيواد له نورو طبي سازمانونو سره همکاری وکړو ځکه موږ يو زر او اوه سوه ډاکتران لرو چې ځيني يې مشهور کارپوهان دي .

پر وات وات او چان ګن برسيره د چين په نانجينګ او سوجو ښارونو کې به نور دوه نورتايواني روغتونونه هم په نژدي وخت کې د ناروغانو پر مخ پرانستل شی او د تايوان نور روغتيايی سازمانونه هم د هيواد په ستره برخه کې د روغتون جوړولو په تدارکاتو لګيا دي .