<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-13 19:44:06    
د چينی کلتور او پوهې په اړه په امريکا کې د چينی ماشومانو او ځوانانو ترمنځ يوه سيالی تر سره شوه

cri

د چين د چينی ژبې ښوونې شبکې د خبر له مخې، د جنورۍ د شپږويشتمې نېټې په لسو بجو څه دپاسه دوه سوه تنه چينی ماشومان او ځوانان د امريکا د ديترويت ښار په يو تالار کې راغونډ شول او د چينی کلتور او پوهې په يوه سيالی کې يې ګډون وکړ. دغه راز د چينی کلتور او پوهې په اړه په امريکا کې د چينی ماشومانو او ځوانانو ترمنځ د ٢٠٠٨ کال سيالی د دغه هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې پيل شوه.

دغه سيالی په نورو هېوادونو کې د چينی اوسېدونکو چارو په اړه د چين د دولتی شورا دفتر او له نورو هېوادونو سره د تګ راتګ ټولنې له خوا په ګډه ترتيب شوې او د دغې سيالۍ لپاره د امريکا په ختيځ ګې د نيويارک، واشنګتن، بوستون، اوهيو، د منځنۍ برخې په ميشيګن، شيکاګو او د جنوب په مېمفيس، دالاس، هيوستن او کاليفورنيا کې پنځلس مرکزونه جوړ شوي دي. د امريکا د چينی ژبې له څه دپاسه سل ښوونځيو څخه نژدی دوه زره او دری سوه چينی ماشومانو او ځوانانو په دغه سيالۍ کې ګډون وکړ.

په امريکا کې د چينی ژبې د ښوونځيو ټولنې مشر ډاکتر لی ګونګ بين وويل دا لومړی ځل دی چې دغه سيالي تر سره کېږي، موږ فکر کاوه چې يوازی دری يا پنځه

مرکزونه به جوړ شي او څو سوه تنه ماشومان او ځوانان به په کې ګډون وکړي. خو په حقيقت کې ډېر زيات ماشومان او ځوانان دغې سيالۍ ته پاملرنه کوي او اوس يې په کې ګډون کړی دی. په هغو سيمو کې چې د سيالۍ مرکزونه نه دي جوړ شوي، پلرونه او ميندی له خپلو زامنو سره په سيالی کې د ګډون لپاره په موټرونو کې نژدی مرکزونو ته سفر کوي. حتی په مکسيکو ايالت کې د يو ماشوم کورنۍ په سيالۍ کې د ګډون لپاره په الوتکه کې دالاس ته سفر وکړ.

د چين د دولتی شورا اړوند چارواکي ښاغلي چيو لی ګو د سيالۍ له مرکزونو څخه ليدنه کتنه وکړه او ماشومانو او ځوانانو ته يې وويل چې که برياليتوب تر لاسه کړي، نو دوی به چين ته ولاړ شي. د ده دغه خبر د ماشومانو ډېره خوښه شوه.

د خبر له مخې، هغه ماشومان او ځوانان چې په دغه سيالۍ کې بريالي شي، نو بری ليکونه به ورکړل شي. په نورو هېوادونو کې د چينی اوسېدونکو چارو په اړه د چين د دولتی شورا دفتر او له نورو هېوادونو سره د تګ راتګ ټولنې له خوا د دغې سيالۍ موخه په بهر کې چينی ماشومانو او ځوانانو ته د چينی کلتور او پوهې په اړه د زياتو معلوماتو ورکول دي.