<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-14 19:36:30    
د رنګارنګ مخصوصو کاغذونو په اړه معلومات

cri

ټولو ته معلومه ده چې کاغذ د چينايانو له خوا اختراع شو، خو اوس له معمولی کاغذ څخه پرته ډول ډول مخصوص کاغذونه جوړيدای شی چې خاصيت او فايده يې د معمولی کاغذ سره يو شان نه ده او د جوړولو طريقه يې د تودوخی ، بريښنا ، رڼا او مقناطيس له علومو سره نژدی اړيکی لری ٠ له معمولی کاغذ سره د مخصوصو کاغذونو توپيرونه دا دي چې معمولی کاغذ د لرګيو او وښو په شمول د نباتی فايبرو له خوا جوړيږی، خو د مخصوصو کاغذونو د جوړولو اومه مواد پرته د نباتی فايبرو څخه غير نباتی، کيمياوی ، فلزی او کربنيکی فايبرو او حتی د چرګو د بڼکونه استفاده کېږي چې په دغه توګه د طبيعی فايبرو نيمګړتيا ليری کېږي او د کاغذ کيفيت لوړيږی٠ مخصوص کاغذونه په کلتوری ، تعلميی ، صنعتی، پوځی برخو او د ژوند په بېلا بېلو برخو کې ډېر ستر رول لوبوی٠ اوس به ډول ډول مخصوص کاغذونه تاسو ته معرفی کړو٠ ساختمانی کاغذ البته په ساختمانی برخه کې استعماليږی، پخوا په ساختمانی برخه کې د ګچ او قير کاغذونه استعماليدل، خو د رطوبت په ضد د قابليت او قدرت له نظره دغه کاغذونه د مخصوص ساختمانی کاغذ څخه کمزوری دی ځکه چې مخصوص ساختمانی کاغذ پرته د نباتی فايبرو څخه له نورو ترکيبی توکيو څخه په استفادی سره جوړيږی او مهمه خبره دا ده چې دغه کاغذ په اسانه توګه له منځه وړل کېږي او چاپيريال ته کومه ککړتيا نه رسوی٠

په دی وروستيو ورځو کې په جاپان کې داسی کاغذ جوړ شويدی چې ګرمول ميدای شي٠ دغه کاغذ له نباتی فايبرو څخه نه جوړيږی، بلکی د شيشه يې او کربنيکی فايبرو څخه جوړيږی او په کاغذ کې د برقی بهير شبکه شته چې د معمولی کاغذ په شان نه پری کېږي او د بيطری سره تر اتصال وروسته ګرميږی يعنی حرارت اخلی٠ ددغه کاغذ د استعمالولو راتلونکی ډېره ښه ده مثلا که کډوډی اوساسچ يا نور خوراکونه په دغه ډول کاغذ بسته بندی شی، نو د بيطری سره تر اتصال وروسته خوراکی توکی ګرم پاتی کېږي او د خوړلو لپاره پرته له حرارت ورکولو تباردی پخوا په سويدن کې کاغذ د کيماوی ترکيباتو تر سر ته رسولو وروسته د ټوکر په توګه استعماليدای شو، مثلا له دغو کاغذونو څخه د ميز د سترخوان ، د کټ روجايی او دسمال جوړيدای شو٠ خو له وروستيو کلونو راهيسی د طبيعی منابعو او چاپيريال د ساتنی غوښتنی ورځ په ورځ لوړی شويدی، نو ددغه کاغذ د استعمالولو نظريه له مودو لويدلی ده ځکه چې دغه ډول کاغذ يوازی د يو ځل لپاره استعماليږی٠ نو عالمانو د ټوکر په شان کاغذ اختراع کړ چې دغه ډول کاغذ ډېر نرم دی او د حرارت د ساتلو قابليت هم لری او اوتو هم کيدای شي٠ په فرانسه کې له دغه کاغذ څخه موډل جامی جوړيدای شي٠ د بد بوی په ضد کاغذ د بدو بويونو د جذبولو خاصيت لری او نه يوازی په روغتون، د عمليات په کوټه او د ناروغانو په کوټه کې استعماليږی ، بلکی په هوټل ، تفريح ځايونو ، تشناب او پخلنځی کې هم استعماليږی٠ طبی کاغذ لاپخوا اختراع شويدی٠ مثلا د زکام په ضد کاغذ ، د ادرارو د تجزيې کاغذ او داسی نور٠