د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د مطبوعاتو وزير نثار ميمون د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه وويل پاکستان د پارلمانی ټولټاکنو د څارنې لپاره دری زره تنو بهرنيو کتونکيو ته ويزې ورکړې دي.
نوموړي دغه څرګندونې په همدې ورځ د کانادا له يو پلاوي سره د کتنې پر وخت وکړې. ده وويل تر اوسه پوری پاکستان دری زره تنو بهرنيو کتونکيو ته ويزې ورکړې او هېڅ کتونکي يې نه دی رد کړی. ټول کتونکي په پلازمېنه اسلام أباد او څلورو ولايتونو کې د رايې ورکونې له مرکزونو څخه ليدنه کتنه کولای شي.