<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-15 19:50:14    
په نړۍ کې ستر نقاش ليوناردو داوينچي

cri

ليوناردو داوينچي د ايتاليې د ادبياتو او هنر د احيا په موده کې د طبيعي علومو يو مشور عالم ، نابغه هنرمند او ممتاز انجنيرو ، په عين وخت کې هغه يو ډير مشهور نقاش هم و ، د نقاشي په برخه کې د ده لخوا ترلاسه شوي برياليتوبونه د نورو علومو په نسبت ډير ستر او روښانه وو ، د مثال په توګه د ده لخوا جوړشوي تصويرونه (( وروستنی ماښامي ډوډۍ )) او ((مونوليسا))په نړۍ کې ډير قيمتي او مشهور اثار دي ،

ليوناردو داوينچي د ١٤٥٢ کال د اپريل په پنځلسمه نيټه د ايتاليې د فيرينزښار د وينچي په علاقه داري کې وزيږيد ، د څوارلس کلنۍ په وخت کې داوينچي د فيرينز ښار په يوه هنري کارخانه کې د ايتاليې د مشهور نقاش او حکاک ويروچيو څخه نقاشي او حکاکي زده کوله او د څو کالو د کوششونو نه وروسته يې د نقاشي مهارت ترلاسه کړ،

د ١٤٩٥ کال نه تر ١٤٩٧ کاله پوري داوينچي د ايتاليې د ميلان د عيسوي کليسا په غوښتنه د يوې عيسوي افسانې سره سم يو ديوالي انځور وکيښ چې (( وروستنۍ ماښامي ډوډۍ )) نوميده ، د داوينچي نه مخکي زياتو نقاشانو هم کوشش کړی و چې همداشان انځورونه وکاږي ، مګر ماتي يې وخوړله . داوينچي د نوموړي انځور د ګښلو دپاره ډير زيارونه وايستل ، په پاي کې يې يو ډير مشهورنړيوال انځور په بري سره وکيښ ، نوموړي انځور د داوينچي يو ستر رياليستي انځور دی

د ١٥٠٣ کال نه تر ١٥٠٦ کاله پوري داوينچي يو بل مشهور انځور وکيښ چې (( مونوليسا ٩٩ نوميده ، اوس نوموړي انځورونه د فرانسې د پاريس د لوور ماڼۍ په

موريم کې ساتل کيږي ٠نوموړي انځورونه د نړۍ په هنري اثارو کې ډير ارزښتناک او قيمتي اثار شميرل کيږي ٠

د زړښت په موده کې د داوينچي ژوند ثابت نه و ، په ١٥١٧ کال کې هغه د ايتاليې نه فرانسې ته ورسيد او په فرانسه کې پاتي شو ، په فرانسه کې داوينچي د فرانسې د پاچا د لومړي نقاش په حيث لقب ورکړشو ، د ١٥١٩ کال د مې په دوهمه نيټه داوينچي د ناروغۍ له امله په فرانسه کې مړ شو او خلکو ته يې نژدې شل مشهور انځورونه راپاتي شوي دي او هر يو يې ډير قيمتي هنري اثر دی ٠

په رياليستي هنرکې د داوينچي برياليتوبونه د طبيعي علومو په زياتو ساحو کې د ده د څيړنو پر بنا رامنځته شوي دي ٠ داوينچي د رياضيات ، وړانګې ، اناتومي ، د نباتاتو ، حيوانانو ، نجوم ، هوا ، جيالوجي او د ساختماني انجنيري په باب علومو کې ډير زيات اختراعات ترسره کړل ٠ داوينچې د ايتاليې د ادبياتو او هنر د احيا په موده کې يو وتلي او ممتاز استازی و ، د نقاشي په برخه کې هغه علمي پوهنه د هنري خيال سره په ښه شان يوځای کړه او يو ډول بيخي نوي هنري سبک يې رامنځته کړ ، او د نقاشي د هنر د پرمختګ دپاره يې رياليستي ﻻره پرانيستی ده ٠، په دې وجه په هغه موده کې د نقاشي سويه يوې نوې مرحلې ته ورسيده ، داوينچي ، ميچلانګيلو بوناروتي او رښيل دريواړه د ايتاليې د ادبياتو او هنر د احيا په موده کې د دريو سترو هنرمندانو په نامه ياديدل

د ايتاليې ستر هنرمند ميچلانګيلو بوناروتي

ميچلانګيلو بوناروتي د ايتاليې د ادبياتو او هنر د احيا په موده کې د داوينچي په شان په ايتاليا کې يو ستر او مشهور هنرمند و او د بشريت په هنري تاريخ کې يو ممتاز نقاش او حکاک و ، په عين وخت کې هغه يو نابغه ساختماني طراح هم و ، دده

د انځورونو څخه يوه روښانه نمونه (( د قيامت په ورځ محاکمه )) ده ، نوموړي انځور

د خلکو لخوا د انسان د بدن د دايره المعارف په نامه ياديږي ٠ دغه راز د ميچلانګيلو د حکاکي اثار (( داويد )) او (( موشي )) په نړۍ کې د ډيرو قيمتي اثارو څخه دوه وتلي اثار شميرل کيږي ٠

ميچلانګيلو د ١٤٧٥ کال د مارچ په شپږمه نيټه د ايتاليې د فيرينزز ښار په کاپليس کې وزيږيد ، د کوچنيتوب په موده کې هغه د محلي مشهور نقاش کيلانديو څخه نقاشي زده کوله ، د يوه کال نه وروسته دده شوق او علاقه د حکاکي خوا ته واړول شوه ، هغه د حکاکي يوه ښوونځي ته داخل شو او د ډيرو کوششونو له ﻻرې يې د حکاکي مهارت ترلاسه کړ او په اخره کې د ايتاليې يو ډير مشهور حکاک وګرځيد

که څه هم ميچلانګيلو په هنري ساحه کې ډير شهرت موندلی و خو دده د کار شرائط او غمجنه سابقه د همدردي وړ وه ٠ هغه نه يوازي له سهار نه تر شپې پوري نقاشي او حکاکي کوله بلکې تل د ايتاليې د روم د جوريو دوهم پاپ لخوا ځورول کيده ٠

په ١٥٦٤ کال کې ستر هنرمند ميچلانګيلو بوناروتي په خپله کارخانه کې د ٨٩ کالو په عمر له دنيا څخه خداي په اماني وکړه ٠