<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-15 20:02:46    
په بېجينګ کې د تاريخی اثارو د ساتنې په اړه اته کلنه پروژه بشپړه شوه

cri

په بېجينګ کې د تاريخی اثارو د ساتنې په اړه اته کلنه پروژه په وروستيو ورځو کې بشپړه شوه. دغه ښار له اتو کلونو راهيسی د تاريخی اثارو د ترميمولو او ساتلو په ساحو کې نهه سوه او درېش مليون يوانه لګولي او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

بېجينګ اته سوه کلن تاريخ لري او په نړۍ کې د تاريخ او کلتور يو مشهور لرغونی ښار دی. د ماڼۍ پر موزيم، أسمان معبد او لوی ديوال سر بېره ، دغه ښار ډېر سلطنتی پارکونه او مذهبی ځايونه هم لري. د تاريخی اثارو په اړه د چين يو مشهور کارپوه ښاغلی شو پينګ فانګ وويل د تاريخی اثارو ساتنه د بېجينګ د اوږدې مودې د پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده . دی وايي

د چين لرغونی ښارونه ډېر اوږد تاريخ لري. دغو ښارونو تل په پرله پسی توګه پرمختګ کړی او د پرمختګ په ترڅ کې يې خپلې ځانګړتياوې او پړاوې جوړې کړي دي چې له دې امله له اروپايي ښارونو سره توپير لري. اوس په بېجينګ کې هغه لرغونی سيمې چې په يونګ، مينګ او چينګ امپراتوری لړيو کې جوړې شوې، د چين د لرغونيو ښارونو ډېرې مهمې برخې دي. د چيني أدب نيمه برخه په لرغونيو ښارونو کې پاتی شوې ، نو دغه ښارونه د چين ډېر مهم تاريخي او کلتوري اثار بلل کېږي.

په بېجينګ کې د تاريخی اثارو د ترميمولو او ساتنې کارونه په دوه زرم کال کې پيل شول. د بېجينګ د لرغونيو سيمو د تاريخ او کلتور ساتنې پنځه ويشت کلن پلان او د يو مشهور تاريخی او کلتوری ښار په توګه د بېجينګ د ساتنې پلان په دوه زره او دوهم کال کې

پلی شو.ورپسی د دغه ښار په سلو ځايونو کې تاريخی اثار او ودانۍ په ښه ډول ترميم شوي دي. د بېجينګ د تاريخی اثارو ادارې مشر ښاغلی کونګ فان جي وايي

د نړۍ د شپږو لويو ميراثونو ساتل او ترميمول د دغې پروژې يوه عمده برخه وه. د ماڼۍ موزيم او د دغه موزيم د شاوخوا چاپيريال ساتنه په وروستيو کلونو کې د ميراثونو ساتنې په برخه کې يو برياليتوب دی. بر سېره پردی، د أسمانی معبد،جوکوديان، دوبنۍ ماڼۍ، لوي ديوال او د مينګ کورنۍ قبرونو ساتنه او ترميم چارې هم بريالی شوی دی.

بېجينګ له دوه زره او درېيم کال راهيسی د اولمپيک سپورټي لوبو د تاريخی اثارو د ساتنې پلان په پلی کولو کې شپږ سوه مليون يوانه لګولي دي. د کانفوسيوس معبد او سطلنتي ښوونځی په ګډون يو لړ لرغونی معبدونه او سطلنتي ودانۍ ترميم شوي دي. د بېجينګ د تاريخی اثارو ادارې يو چارواکی ښاغلی وانګ يو وې وويل له ترميمونې وروسته د کانفوسيوس معبد او سطلنتي ښوونځی وګړيو ته پرانيستل شي چې نندارچيان به ترې په لرغونی موده کې د چين د ښوونې او علمی څېړنې په اړه څه معلومات تر لاسه کړي.

په بېجينګ کې د تاريخی اثارو کارپوهانو د دغو اثارو د ساتلو او ترميمولو په ترڅ کې د نورو هېوادونو له کارپوهانو سره همکاري کړې ده. د بېلګې په توګه، چيني کارپوهانو د ماڼۍ موزيم د ترميمولو په ترڅ کې د ايتاليا له کارپوهانو سره همکاری کړې، د مينګ کورنۍ قبرونو د ساتنې پلان د جوړولو په ترڅ کې يې د اسرائيلو په کارپوهانو سره هم همکارۍ کړې ده.

تر اوسه په بېجينګ کې د تاريخی اثارو د ساتنې اته کلنی پروژه په بنسټيزه توګه بشپړه شوی ده. خو د بېجينګ د تاريخی اثارو ادارې مشر ښاغلی کونګ فان جي وويل دا

يوازی يو پړاويز کار دی. د يو لرغونی ښار په توګه بايد په بېجينګ کې د تاريخی اثارو ساتنه په پرله پسی توګه پياوړې شي. کونګ فان جي وايي

د تاريخی اثارو ساتنه به په راتلونکي کې دری مهمې برخې ولري. لومړی دا چې د دغو اثارو د ترميمولو کارونه بايد دوام ولري او بيا په دې اړه نور زيات پياوړی تدبيرونه همونيول شي. دوهم دا چې د لرغونيو ماڼيو شاوخوا چاپيريال بايد په ښه ډول وساتل شي. درېيم دا چې په بېلا بېلو سيمو کې بايد د تاريخی اثارو د ساتنې په اړه کارونه پياوړی شي.

ده زياته کړه د دوه زره او اتم کال د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو تر سره کول به د دغه ښار د تاريخی اثارو د ساتنې لپاره ګټور وي. دغه ښار به له دوه زره او اتم کال څخه تر دوه زره او پنځه لسم کال پوری هر کال د تاريخی اثارو په ساتنه کې يو سل او پنځوس مليون يوانه ولګوي.