<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-15 20:54:51    
افغان سوداګر د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون ته لېواله دي

cri

درنو دوستانو نيکې هيلې او سلامونه،خوښ يم چې يو ځل بيا د بهرنيان په چې پروګرام د لړۍ د يوې بلې کړۍ په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم،هيله ده چې تاسو ټول د خوښۍ او سلامتۍ څخه برخمن او په پوره مينه نننی پروګرام راسره واورئ،درنو دوستانو په تېر پروګرام کې مو د افغانستان د صادراتو پراختيا ادارې له مشر سره د مرکې ځينې برخې در واورولې،او ژمنه مې درسره کړې وه ،چې پاتې برخې به يې په دې اونۍ کې درته وړاندې کړم،نو تاسو په انتظار کې نه پريږدم او راځو د ننني پروګرام وړاندې کولو ته.

خوږو دوستانو د افغانستان د پراختيا ادارې مشر ښاغلی سليمان فاطمي وايي،دا چې دا مهال په افغانستان کې د ځينو امنيتي ستونزو له امله يو شمېر بهرني سوداګر زموږ په هېواد کې د نندارتونونو جوړولو ته زړه نه ښه کوي،نو اوس افغان چارواکي هڅه کوي چې په له افغانستان څخه بهر په جوړېدونکو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو له پاره د ګډون زمينې برابرې کړي:

اوس مهال افغانستان ته د بهرنيو سوداګرو بلل لږ څه ستونزمن ښکاري،ځينې امنيتي ستونزې شته،نو اوس موږ خپله سوداګري او سوداګريز توکي نورې نړۍ ته وړو،چې هلته ورته بازار ولټوو،او د افغانستان صادرات پياوړي کړو .

په افغانستان کې د څو لسيزو جګړو له امله د نورو برخو تر څنګ سوداګرۍ ته هم زيات زيانونه اوښتي،او نوي په خپلو پښو درېدونکي سوداګر د نړيوالې ټولنې او افغان دولت څخه د مرستو غوښتنې کوي،چې ددوی د سوداګريزو توکيو له پاره ښه بازار پيدا کړي،او هغوی سوداګري يو څه پياوړې شي،ښاغلی فاطمي پدې هکله وايي،د افغانستان دولت په دې برخه کې تر ډېره مرسته کړې،او په له هېواد څخه بهر په نندارتونونو کې يې ورته د ګډون زمينه هم برابره کړې،د بيلګې په توګه په بيجينګ کې په اوسني نندارتون کې ډېره زياته مرسته ورسره شوې ده :

مرسته زياته وه،هغو سوداګرو چې دلته په نندارتون کې يې ګډون کړی دی،تقريبأ په وړيا توګه راغلي،ټول لګښتونه يې د صادراتو پرمختيايي ادارې له خپلو نورو همکارو موسسو سره ورکړي دي،هغه توکي چې سوداګرو دلته راوړي دي ،ټول په وړيا توګه راليږدول شوي،او همداراز د ألمان او امريکا په نندارتونونو کې هم افغان سوداګرو په وړيا توګه ګډون کړی دی. همدا شان يو شمېر ګاونډيو هېوادونو هم زموږ د سوداګرو له پاره يو شمېر أسانتياوې برابرې کړې دي .

هغه غوښتنې چې اوس مهال يې افغان سوداګر لري په بشپړه توګه ندي حل شوي،خو د ښاغلي سليمان فاطمي په أند پدې برخه کارونه روان دي،او ښايي چې افغان سوداګر به يو ښه سوداګريزه راتلونکې ولري:

دا چې اوس مهال کومې ستونزې لري د بېلګې په توګه د غاليو له پاره بازار پيدا کړي،صنعتي پارکونه جوړ شي،د ليږدونې يا ترانسپورت بيې راښکته شي،د پورونو چارې جوړې شي،او داسې نورې ډېرې ستونزې لا هم شته چې بايد له منځه يوړل شي،خو موږ په دې لنډه موده کې دومره کولای شو چې د افغانستان په نوم خپلو صادراتي توکيو ته بازار ومومو .

مخکې د افغانستان زياتره صادراتي توکي د نورو هيوادونو له لارې او د هغو په نوم بهر ته ليږدول کېدل،چې تر ډېره يې د افغانستان په سوداګريزو چارو منفي اغيزه کړې وه،ښاغلی سليمان فاطمي دې ټکي ته داسې اشاره کوي :

دا د خوښۍ ځای دی چې په دې تېرو پنځو کلونو کې په دې چارو کې يو څه توپير رامنځ ته شوی دی،چې له مخې يې په مستقيما توګه له افغانستان څخه بهر ته توکي صادرو،خو په دې برخه کې بيا هم ډېرې ستونزې شته،په دې کې هيڅ شک نشته چې د افغانستان اوه نوي په سلو کې غالۍ د پاکستان هېواد په نوم بهر ته صادريږي،همدا شان زموږ له هېواد څخه قيمتي ډبرې او نور خام مواد هم ورته حال لري .

درنو اورېدونکيو ښايي تاسې به هم خبر ياست چې په دوه زره لسم کال کې د چين په شانګهای ښار کې نړيوال نندارتون جوړيږي،چې تر دې دمه شاوخوا دوه سوه هېوادونو او سيمو پکې د ګډون غوښتنې کړې دي،دغه موضوع مې له ښاغلي فاطمي سره شريکه کړه او ترې ومې پوښتل چې تاسو په دې هکله څه تصميم نيولی دی،داسې ځواب يې راکړ :

موږ ته بلن ليک راغلی دی،موږ سل په سلو کې دې ته ليواله يو چې د شانګهای په نندارتون کې ګډون وکړو،او د خپلو سوداګرو مينه ته به هم ګورو او پدې لار کې به يې وهڅوو چې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي .او د افغانستان د صادراتو پرمختيا اداره په دې برخه کې خپل بشپړ ملاتړاو همکاري اعلانوي.

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اورېدونکيو د ننني پروګرام پای ته په رسېدو کې دی،هيله ده چې راټول شوي توکي ستا د پام وړ ګرځېدلي وي،نو پدې سره زه خوشحال تايب هم در څخه اجازه غواړم،او تاسو ټول په مهربانه او لوی خدای سپارم .