ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پوښتنه او ځواب پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بېلابېلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هيله من يم چې د ليکونو او برېښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بېلابېلې پوښتنې راواستوئ !
ګرانو دوستانو ! د افغانستان د خوست ولايت د يوراج کلب يو اوريدونکی سليمان الدين کاکا څو ورځې مخکی يو ليک رااستولی او پکی يی ليکلی چې زه د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکوونکو ته ډېر ډېر سلامونه وايم . هيله ده چې قبول او منظور شی . زه يو څو وړانديزونه لرم او هيله لرم چې غور پرې وکړئ .
لومړی ، تاسو بايد په افغانستان کې يو پوست بکس خلاص کړئ .
ګرانه وروره ! ستا دغه وړانديز زمونږ يوه ګډه هيله هم ده . ما او زما يو همکار د دغې موخې د ترسره کولو لپاره تېر کال کابل ته هم سفر وکړ او له اړوندو څانګو سره مو هم تماس ونيوه . د اړوندې قاعدې له مخی دغه پوست بکس بايد د چين د يو رسمی ارګان له خوا اداره شی خو تراوسه په افغانستان کې زموږ د راډيو هيڅ دفتر يا نماينده ګی نه ده جوړه شوی نو لاتراوسه زموږ د راډيو لپاره د پوسټ بکس د پرانيستلو شرط نه دی پوره شوی . خو کله چې په افغانستان کې اړوند شرطونه پوره شی نو موږ به ژرترژره دغه پلان ترسره کړو . خو د يادونې وړ خبر دا ده چې د چين نړيوالې راډيو اوريدونکو ته د ليکونو داسی پاکټونه برابر کړي چې لګښت يی د چين نړيوالې راډيو له خوا ورکړی شوی دی . د اړوندو نړيوالو تړونونو سره سم تاسی له پوسټی ټکټ پرته د دغه شان پاکټونو له لارې موږ ته ليکونه رااستولی شی .
ښاغلی کاکا دا هم ويلی چې پښتو هنداره بايد هره مياشت خپره شی چې موږ ترې زيات معلومات ترلاسه کړو .
ګرانه وروره ! ستا دغه وړانديز ښه دی خو اوس د چين نړيوالې راډيو په پښتو څانګه کې يوازی اته تنه چينی کارکوونکی کار کوی . دغه اته تنه چينايان نه يوازی د پروګرام جوړولو دنده پر غاړه لری بلکې نور زيات اضافی کارونه هم ترسره کوی . د دې ترڅنګ موږ په هرو دريو مياشتو کې د پښتو هندارې يوه ګڼه خپروو . په اوسنی حال کې موږ کافی وخت نه لرو چې هره مياشت دغه مجله خپره کړو . خو د دغې مجلې راتلونکی ګڼه به په نوی بڼه بدله شی او د يوې مجلې په بڼه به خپرېږی او محتويات به يی هم زيات شی . په راتلونکی کې به زمونږ د همکارانو شمير زيات شی او موږ به لازياتې مجلې خپرې کړو .
د دې ترڅنګ ښاغلی کاکا يو بل وړانديز هم کړی او وايی يو داسی پروګرام خپور کړي چې د اوريدونکو سپارښتنو ته ځانګړی وی او د دوی د خپلې خوښی سندرې په کې خپرې شی .
ګرانه وروره ستا دغه وړانديز ډير ښه دی چې زمونږ د همکارانوله نيت سره هم سمون لری . مونږ به دغه وړانديز د خپلې ادارې اړوندې څانګې ته وړاندی کړو او هيله ده چې د اړوندې ادارې له خوا د دغه پلان له منظورۍ وروسته يو داسی ځانګړی پروګرام خپور شی .
د دې تر څنګ ښاغلی سليمان الدين کاکا دا هم ويلی چې د چين نړيواله راډيو بايد په افغانستان کې يو څو خبريالان ولری . د پښتو تاريخ په اړه يو پروګرام جوړ کړئ چې مونږ ټول له خپل تاريخ نه خبر شو چې د پښتنو پلارنيکه څه کړی او څه يی کول .
هيله لرم چې دغه غوښتنو ته پام وکړئ او يو عملی ګام واخلی .
مونږ د ښاغلی کاکا له وړانديزونو څخه مننه کوو ځکه چې له دی څخه څرګنديږی چې دغه ګران ورور زمونږ د پروګرام پرمختګ ته ډيره پاملرنه کوی .
د ده ځينی وړانديزونه زمونږ د خبريالانو ګډه هيله ده او ځينی يی زمونږ په پلان کې
شامل شوی دی .
خو په اوسنی حال کې د اړوندو شرطونو له امله ځينی وړانديزونه نه شی پلی کيدای . موږ به خپل کوششونه روان ساتو او تر وسې پوری به خپل پروګرامونه په ښه او غوره ډول دوام ورکړو .
ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !