<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-16 19:57:01    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – ګرانو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې! زه امان الله عمران يم، بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى، او دا ځل يې يوازې زه د وړاندې كولو لپاره سټوډيو ته راغلي يم، نو هيله ده د اورېدو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ. تاسې به د خپلو ليكونو اورېدو ته په تمه وئ، نو زه هم نور ځنډ نه كوم او ستاسې د ليكونو په لوستلو پيل كوم.

عمران –دغه لومړى ليك به راواخلم چې له مانسهرې څخه د ډولفين كلب غړي بشارت علي خان را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسو نه ډېر زيات خپه يم، ځكه چې تاسو ته زموږ ليكونه در رسېږي خو تاسو يوازې د پروګرام په پاى كې زموږ نمونه اخلئ او ليكونه مو په پروګرام كې نه خپروئ. قدرمنه وروره، بشارت علي خان وايي، زموږ كلب اوس 45 كسه غړي لري، او په ډېر لږ وخت كې مو پروختګ كړى دى. بيا وايي: دا زموږ مشن يا دنده ده چې د چېن نړيوالې راډيو پښتو خپرونه په ټول پاكستان كې مشهوره كړو. اورېدونكي بشارت علي خان د خپل ليك په پاى كې وايي: تاسو زموږ ليكونه په خپل پروګرام كې ځاى وركړئ او هم زما د ليك ځواب راواستوئ. نو قدرمنه اورېدونكيه بشارت خانه، ليك مو دې دا دى درته خپور كړ، هيله ده اورېدلى دې وي او ګيله دې هم لرې شوې وي.

– به دغه بل ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه د ډولفين كلب يو بل غړي عطاء رحمن را استولى. د پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته يې ډېر ډېر سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: دا زما لومړى ليك دى چې ستاسو خپرونې ته يې در استوم. ستاسو د خپرونې په اړه اويس امين معلومات راكړل، زه 15 كلن يم او په اتم ټولګي كې زده كړه كوم. بيا ليكي: زه ستاسو پروګرامونه په ډېر شوق او مينه سره اورم او ډېر معلومات ترې ترلاسه كوم، هيله د خپرونې وخت زيات كړئ. نوموړى د خپل ليك په پاى كې وايي: ستاسو د پښتو هېنداره مې ولوستله، خورا ډېر معلومات مې ترې ترلاسه كړل، هيله ده ما ته پاكټونه او مطبوعات راواستوئ.

– د ډولفين كلب يو بل غړي حسن محمود هم دوه ليكونه را استولى دي، له سلامونو او نېكو هيلو وروسته يې د خپلو ملګريو هر يو قمر جاويد، ناصر محمود او د خپل كلب د مشر اويس امين نومونه ليكلي او وايي دوى هم تاسو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كوي. بيا ليكي: ستاسې پروګرامونه ډېر ښه دي او موږ ډېره علاقه ورسره لرو. زه ډېر خوشاله شوم، اورېدونكى حسن محمود ليكي، چې زما ليك مو په پروګرام كې خپور كړ او هم مې د خپل ليك ځواب ستاسې له خوا ترلاسه كړ. زه د ډولفين كلب غړى يم، په اتم ټولګي كې زده كړه كوم، ماته ستاسو د پروګرا په اړه محمد نويد اعجازي معلومات راكړل، او اوس مو خپرونه په ډېر غور سره اورم، او د كورنۍ نور غړي مې يې هم په اورېدو كې راسره ملګري دي. نوموړى زياتوي: ستاسو په انټرنېټ پاڼه كې ډېر معلومات وي او زه يې په يوه اوونۍ كې دوه ځله ګورم، پښتو هېنداره مې هم ولوستله، ډېر معلومات په كې وو او زما ډېره خوښه شوه، هيله ده، نوموړى وايي، چې په مياشتني ډول يې خپره كړئ او د اورېدونكيو ليكونو ته هم په كې ځاى وركړئ. اورېدونكى حسن محمد وړانديز كوي او وايي چې په پښتو هېنداره كې د اولمپيك سپورټ په اړه معلومات وړاندې كړئ، بل دا چې، دى وايي، ستاسې د پروګرام وخت ډېر كم دى، د خپرونې وخت مو زيات كړئ، موږ هر وخت ترې ډېر زيات معلومات ترلاسه كوو. نوموړى هم بيا د خپل ليك په پاى كې د پروګرام د مهالوېش او مطبوعاتو وراستولو غوښتنه كوئ.

– دغه ليك بيا هم له مانسهرې څخه د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي رالېږلى دى. د پښتو خپرونې د كاركوونكيو نومونه يې ليكلي او ټولو ته يې سلامونه ويلي دي. بيا وايي: ډېر زيات خوشاله شوم چې په تېره مسابقه كې زما كلب لومړۍ جايزه وګټله، دا زموږ د كلب لپاره د وياړ ځاى دى. اورېدونكى نثار احمد په سيالۍ كې نورو اورېدونكيو ته هم مباركي وايي او بيا ليكي: هيله لرم چې تاسې په راتلونكي كې هم له دې زياتې معلوماتي او په زړه پورې مسابقې ترسره كړئ چې ډېر اورېدونكي په ګډون وكړى شي. اورېدونكى نثار احمد د خپل ليك په پاى كې د مجلو، مطبوعاتو، پاكټونو او نورو خپرنيزو موادو د ور استولو غوښتنه كوي.

– دغه بل ليك هم له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي عبيد الله صديق را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې سلامونه او نېكې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: ډېر وخت كېږي چې ستاسو سره مو اړيكي نه درلودل، علت يې دا و چې زه په رخصتۍ د خپل خپلوانو د ليدو لپاره وطن ته تللى وم، له بېرته راستنېدو سره سم دا دى تاسو ته خپل لومړى ليك در استوم. اورېدونكى عبيد الله صديق ليكي: په دې ډېر خوش يم چې زموږ د خراسان كلب د ټولو كلبونو تر منځ ځانګړى كلب دى او ډېرې جايزې مو ګټلې دي. بيا زياتوي: د چين نړيوالې راډيو هلې ځلې ستايم، ځكه چې د پښتو ادب د خپراوي په اړه يې ډېر زيات خدمت كړى دى او دا د پښتو ژبې د خدمت لپاره د چين يو ارزښتناك ګام دى. خو د پښتو او پښتنو كور، نوموړى زياتوي، افغانستان دى، هيله ده چې تاسو د پښتنو كور په ودانولو كې هم ونډه واخلئ.

– بيا هم له مانسهرې څخه د ډولفين كلب يو بل غړى راجه سعد خان يو ليك را استولى، له سلامونو او نېكو هيلو وروسته يې ليكلي: ستاسو له د ليك او مطبوعاتو په ترلاسه كولو خورا زيات خوشاله شوم. پښتو هېنداره يوه ډېره ښه جريده ده، ډېر په زړه پورې معلومات په كې ځاى كوئ، هيله ده په يوه مياشت كې يې دوه ځله خپره كړئ. بيا وايي: ستاسې خپرونه او پروګرامونه ډېر ښه او په زړه پورې دي او زه يې په ډېر شوق سره اورم. اورېدونكى سعد خان بيا ګيله كوي او وايي: ستاسې نه زه ډېر خپه يم چې له ما سره مركه نه كوئ، تاسو له نورو اورېدونكيو سره هم مركې وكړي، داسې نه ده چې يوازې د كلبونو مشران ستاسې خپرونه اوري او د كلبونو نور غړي يې نه اوري، هيله ده، بيا وايي، د اورېدونكيو سره خپلې مركې روانې وساتئ. نوموړى بيا د خپل ليك په پاى كې د خپرونې وخت د زياتوالي او هم د كاركوونكيو د عكسونو ورلېږلو غوښتنه كوي. درنو اورېدونكيو ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه خو مو ولوستل، د پروګرام پاى ته ورلنډ شوي يوو، نو اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو او په ګډه به د ناشناس په غږ يوه سندره واورو.

عمران - درنو اورېدونكيو دناشناس سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، كه تاسو غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.