د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د ټولټاکنو کمېټې د فبروری په شپاړسمه نېټه وويل د دغه هېواد د پارلمان نويو ټولټاکنو لپاره په بنسټيزه توګه تياريانې تر سره شوي دي. په همدې ورځ به د ټولټاکنو د سيالي ټول فعاليتونه پای ته ورسيږي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د خبر له مخې، د ټولټاکنو په ورځ به رايه ورکوونکيو ته د رايه ور کونې پنځه دېرش زره او اته سوه مرکزونه پرانيستل شي. اوس د پاکستان پوځ په عادي توګه د ټولټاکنو د تر سره کولو لپاره د هېواد په اته زره او نهه سوه او درويشتو مهمو مرکزونو کې يواتيا زره تنه امنيت ساتونکی کسان ځای پر ځای کړي دي.