<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-17 17:20:54    
د سون وی ليانګ له خوا ويل شوی سندری

cri

ګرانو اورېدونکو، د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د ځوانی سندرغاړی سون وی ليانګ له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به موږ په ګډه د سون وی ليانګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يی دی د هوانګ هه سيند مور٠

په دغه سندره کې د چينايانو د مور سيند يعنی د هوانګ هه سيند ستاينه کېږي٠ سون وی ليانګ په يو کليوال کورنی کې زېږېدلی دی او د ماشومتوب په موده کې يې د راډيو د اوريدلو له لاری د سندرو ويلو زده کړه وکړه٠ سون وی ليانګ په منځنی ښوونځی کې د سندرو ويلو په سيالی کې لومړی جايزه تر لاسه وکړ او تر هغه وروسته يې باور درلود چې يو سندرغاړی په توګه وګرځي٠ ده په ١٩٨٧ کال کې د سمندری ځواکونو يو هنری سرتېر په توګه وټاکل شو او وروسته يې په هه نان پوهنتون کې د سندرو ويلو زده کړې کړې٠ هغه په ١٩٩٥ کال کې په رسمی توګه د سمندری ځواکونو سياسی څانګی په هنری ډله کې يو سندرغاړی په توګه وګرځېد٠

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د سون وی ليانګ له خوا يوه ويل شوی سندره واوريده چې نوم يې و نجلۍ امی٠

سون وی ليانګ په دی وروستيو کلونو کې د چين د موسيقی په بېلا بېلو سياليو کې جايزی تر لاسه کړی او ورځ په ورځ يې زيات شمېر اوريدونکی راجلب کړيدي٠ د

پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د سون وی ليانګ له خوا ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی په صحرا کې ونی٠

ګرانو اورېدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!