<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-17 18:56:51    
اووم لوست

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! زه احمد زلمی د چينی ژبې لوست ته مو هرکلی کوم ! ډېر خوشحاله يم چې د پروګرام په دغه برخه کې له تاسو سره يو ځای د چينی ژبې په پروګرام کې ملګری يم . هېله لرم چې تاسو په اسانه توګه او په خوشحالۍ سره چينی ژبه زده کړئ او تری ګټه واخلئ .

ګرانو دوستانو ! د چين د پسرلی اختر په وياړ رخصتی نوی پای ته رسيدلې ده . ډير وګړی له خپلو ټاټوبیو څخه کارونو ته ستانه شوي دي . ښاغلی وانګ شياو مينګ هم څو ورځې مخکی په خپل کار پيل کړی دی . ملګری يی ښاغلی جانګ هوی له ده څخه پوښته وکړه چې رخصتی يی په خوشحالۍ سره تير شوی او حالت يی څنګه ه ه دی ؟ نو له هرڅه نه مخکی به يوه لنډه مرکه سره واورو :

你好!好久不见。休假怎么样?ني هاو ! هاو جيو بو جيان . شيو جيا زن مه يانګ ؟

السلام عليکم ! ډير وخت کيږی چې نه مو دي سره ليدلي . رخصتی يی څنګه ه ه ده ؟

你好! 还不错。你还好吧?ني هاو ! های بو څو . ني های هاو به .

عليکم السلام ! زه ښه يم . تاسی ښه ياست ؟

谢谢,很好。شيې شيې ، هن هاو

مننه کوم ، ډير ښه يم .

سمه ده . ګرانو دوستانو ! تاسو پوه شوئ چې په چينی ژبه کې نی هاو د السلام عليکم معنی لری او په ځواب کې هم ني هاو ويل کيږی . نو هاو جيو څه معنی لری ؟ هاو جيو يعنی ډير وخت يا ډيره موده کيږی . جيان يعنی ليدل او بو يعنی نه نو بو جيان يعنی نه دي

ليدلی . دغه جمله هاو جيو بو جيان يعنی ډير وخت مو نه وی سره ليدلي .

که تاسو يو ملګری ووينئ چې ډير وخت کيږی نه مو دی سره ليدلي نو بايد ووايئ : هاو جيو بو جيان ! هاو جيو بو جيان !

د دې ترڅنګه ه شيو جيا په چينی ژبه کې د رخصتی معنی ورکوي او زن مه يانګ يعنی څنګه ه دی ؟ نو دلته شيو جيا زن مه يانګ يعنی رخصتی يی څنګه ه وه ؟

زن مه يانګ يوه ډيره مهمه کلمه ده چې په چينی ژبه کې ډيره کارول کيږی . کله چې تاسو پوښته کوئ چې د څه په اړه حال څنګه ه دی ؟ نو له زن مه يانګ څخه استفاده کولی شی . د بېلګې په توګه تاسو څنګه ه ياست ؟ په چينی ژبه کې بايد وويل شی : ني زن مه يانګ ؟ تاسو ته معلومه شوه چې ته يا تاسی په چينی ژبه کې څرنګه ويل کيږی . ته يعنی ني . نو ستا حالت څنګه ه دی يا ته څنګه ه ياست ؟ بايد وويل شی : ني زن مه يانګ ؟ ني زن مه يانګ . زن مه يانګ يعنی څنګه ه دی ؟

بيا په دغه مرکه کې های بو څو څه معنی لری ؟ په چينی ژبه کې های بو څو د ښه معنی ورکوی خو معنی يی دومره ټينګه نه ده . څو يعنی غلط يا بد توکی . بو د نه معنی ورکوی . نو بو څو يعنی بد نه دی يا خراب نه دی او په حقيقت کې د ښه معنی ورکوی . ښاغلی وانګ شياو مينګ وايی چې رخصتی يی های بو څو يعنی رخصتی يی بده نه وه .

هاو په چينی ژبه کې د ښه معنی ورکوی . زه ډير ښه يم يعنی وو هن هاو . ډير يا خورا په چينی ژبه کې يعنی هن . نو ني های هاو به ؟ يعنی ته ښه ياست ؟ په دغه جمله کې های او به کومه ځانګړې معنی نه لری .

تاسو ته معلومه ده که نه ؟ شيې شيې څه معنی لری ؟ شيې شيې يعنی مننه يا مننه کوم . شيې شيې .

زه ښه يم په لنډه توګه ښه يم ويل کيږی نو په چينی ژبه کې همداسی دی . وو هن هاو يا

هن هاو ، زه ښه يم يا ښه يم .

سمه ده . نو اوس به مونږ دغه مرکه يو ځل بيا سره واورو :

你好!好久不见。休假怎么样?ني هاو ! هاو جيو بو جيان . شيو جيا زن مه يانګ ؟

السلام عليکم ! ډير وخت کيږی چې نه مو دي سره ليدلي . رخصتی يی څنګه ه ه ده ؟

你好! 还不错。你还好吧?ني هاو ! های بو څو . ني های هاو به .

عليکم السلام ! زه ښه يم . تاسی ښه ياست ؟

谢谢,很好。شيې شيې ، هن هاو

مننه کوم ، ډير ښه يم .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده ، هېله لرم چې تاسو په مناسب فرصت کې د ژبې زده کولو زيات تمرينونه وکړئ . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !