د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د تبتی دوديزو درملو د عصری پرمختګ د حساسو تکنولوژيو د څېړنې او بېلګې پروګرام چې د چين د تکنولوژۍ په مهمو پروګرامونو کې شامل دی، څو ورځې دمخه اوولس مليونه او پنځه لکه او اويا زره يوانه دولتی مرستندويه پانګې تر لاسه کړي دي.
دغه پروګرام به د تبتی دوديزو درملو د توليدی چارو د لړ د مهمو کړيو په اړه څېړنه تر سره کړي او موخه يې دا ده چې د تبتی دارو درملو د ميعار کېدو، عصری کېدو او توليد ابادۍ پرمخ بوزي. دغه پروګرام به له پلان سره سم په ٢٠٠٩ کال کې بشپړ شي.