<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-18 13:04:45    
د پاکستان پارلماني ټولټاکنې روانې دي

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان پارلماني ټولټاکنې د فبروری د اتلسمې نېټې سهار په اتو بجو پيل شوې. په دغو ټولټاکنو کې به د پاکستان د نوی دورې ملی پارلمان او د حکومت په درجه څلور پارلمانونه وټاکل شي.

په همدې ورځ د کراچۍ او کويټې په شمول ښارونو کې د چاودنې او د صوبه سرحد د سوات په سيمه کې د رايی ور کولو پر يو مرکز د بم بريد پرته ، د رايی ور کولو بهير په عمومی توګه ارام و. له پلان سره سم رايه ور کونه به د ماښام تر پنځو بجو پوری بشپړه شي او ټول رايه ور کوونکی به د هېواد په پنځه دېرش زره او اته سوه مرکزونو کې خپلې رايې ورکړي او رايی به د ټولټاکنو کميټې ته راغونډې شي. خو د پاکستان حکومت تر اوسه د پايلو د خپرولو وخت نه دی اعلان کړی.

د دغو ټولټاکنو د سالم تر سره کېدو لپاره يو لړ تدبيرونه هم نيول شوي دي.د پاکستان حکومت د رايي ورکولو په همدی ورځ په هېواد کې ٤٠٠ زره پوليس ميشت کړي چې د رايي ورکولو امنيت تأمين شي. د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د ځمکنی پوځ له لوی درستيز اشفاق پرويز کياني سره د کتنې په ترڅ کې د امنيت ساتنې د يو لړ تدبيرونو په اړه خپله خوښه څرګنده کړه.

د پاکستان حکومت د يو عادلانه، مساوی او روڼو ټولټاکنو د تر سره کولو لپاره ډېر تدبيرونه نيولي دي. د بېلګې په توګه، د ټکټونو روڼه بکستونه د لومړی ځل لپاره

کارول کېږي، د رايي ورکوونکيو او رايې شمېرونکيو نومونه به په انټرنېټ پاڼو کې خپاره شي، دری زره نړيوال څارونکې به له پاکستانی څارونکيو سره په ګډ دغه ټولټاکنې وڅاري. د ټولټاکنو د کمېټې رئيس قاضي محمد فاروق د فبروری په ١٧ نېټه پر دې ټينګار وکړ چې دغه کمېټه به د ټګی د مخنيوي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

د خبر له مخې، ٨١ مليونه رايې ورکوونکی ثبت شوی خو د پاکستان د سياست مدارانو په أند ښايې چې د دغو ټولټاکنو د رايې ورکولو انډول په سلو کې له ٤٢ څخه ټيټ وي. د دغو ټولټاکنو پر ضد هغه پرله پسی ځان مرګی چاودنو چې د ټولټاکنو له پيل مخکې تر سره شوی، رايې ورکوونکيو ته انديښنې رامنځته کړې. په بلوچيستان او صوبه سرحد ولايتونو او ځينو قبايلو سيمو کې له دغو ټولټاکنو سره د مخالفت په اړه يو شمېر فعاليتونه تر سره شوي دي. حکومتي پوځ اوس په يادو شويو سيمو کې پر وسله والو کسانو بريدونه کوي چې ښايي تر يو حده د رايي ورکولو پر انډول اغېزې وکړي.

د ټولټاکنو د پايلې په هکله د عامو افکارو په أند ښايې چې د خلکو ګوند ډېرې رايې تر لاسه کړي. يوه خوا،دغه ګوند د پاکستان په سياسی ډګر کې يوه عمده ګوند دی. د دغه ګوند ډېر غړي او پلويان د ټولنې له وروسته پاتې سيمو څخه راغلی او د وګړيو نېتونه په ښه ډول څرګندولی شي. بله خوا،دغه ګوند د خپلې پخوانۍ مشرې بينظير بوټو د وژنې له امله د ډېرو وګړيو خواخوږی تر لاسه کړې. د څېړونګو په أندکه څه هم ښايي چې دغه ګوند په ټولټاکنو کې ١١٠ څوکۍ تر لاسه کړي، خو د کابينې د

جوړولو په برخه کې به هم ستونزې ولري. د خلکو ګوند په پرتله د مسلم ليګ د شريف ګوند قوت يو ځله کمزوری دی. که دغه ګوند وغواړی کابينه جوړ کړي، نو بايد له نورو ګوندونو سره يو ځای شي او د خلکو ګوند به د ده لومړی ښه انتخاب وي. د خبر له مخې، د خلکو ګوند مشر أصف علی زاردری په وروستيو ورځو کې له شريف سره خبرې اترې کړي او دواړو خواوو ژمنه کړې چې که دغه دواړه ګوندونه په ټولټاکنو کې بريالي شي، نو دوی به يو ګډ حکومت جوړ کړي.