<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-18 19:36:09    
د تان جه سه په نامه معبد

cri

د تان جه سه په نامه معبد د بېجينګ په لوېديځی سيمه کې پروت دی. دغه لرغونی معبد ډېر اوږد تاريخ لري. ويل کېږي چې بېجينګ له تان جه سه معبد وروسته رامنځته شوی. د بېجينګيانو په اند، تان جه سه معبد د بېجينګ په پرتله لا لرغونی دی او د ليدو وړ منظره لرونکی ځای دی.

دغه معبد د بېجينګ له مرکز څخه دېرش کيلو متره واټن لري. په شاوخوا کې يې نهه لوړ غرونه موجود دي چې له شمال لوېديځ څخه د راتلونکې يخمنۍ مخنيوی کوی، نو دغه معبد په يوه تاوده او لامده ځای کې دی او په دغه معبد کې رنګارنګ لرغونی ونې او مشهور ګلان ليدل کېږي.

د تان جه سه په نامه معبد د ميلاد په ٣٠٧ کال کې جوړ شو چې په بېجينګ کې د بودايی دين تر راتلو وروسته لومړی معبد دی او يو زر او اوه سوه کلن تاريخ لري. دغه معبد د تانګ د امپراتوری په موده کې د خلکو پاملرنه ورجلب کړی وه او د مينګ او چينګ د امپراتوري په مودو کې يې ډېر شهرت درلود.

د مينګ د امپراتوری په موده کې دغه معبد څو ځله ترميم او پراخ شوی او نننی چوکاټ يې جوړ شوی دی. د چينګ د امپراتوري په موده کې د کانګ شي، يونګ جنګ، چيان لونګ او جيا چينګ څلورو امپراتورانو له دغه معبد څخه ليدنه وکړه او پکی يې عبادت وکړ.په تېره بيا کانګ شي امپراتور څو ځله دغه معبد ته ورغلی و چې په دې توګه دغه معبد په بېجينګ کې تر ټولو لوی امپراتوری معبد ګرځېدلی و.

تان جه سه معبد لويه ساحه لري چې عمومی پراخوالی يې يو سل او يوويشت هکتارو ته رسيږی. ودانۍ يې د غر پر لمنی لاندی جوړې شوی او ښکلی نظام لري. د بېجينګ امپراتوری ماڼۍ، نهه زره نهه سوه او نهه نوی او نيم کوټې لري. دغه معبد د چينګ د امپراتوري په موده کې نهه سوه او نهه نوی او نيم کوټې درلودې او د کوچنۍ امپراتوري ماڼۍ په توګه بلل کېده. وايی چې د مينګ امپراتوری د مودې په پيل کې د امپراتوری ماڼۍ جوړونه د تان جه سه معبد په شکل تر سره شوه.

د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو په سر کې د تان جه سه په معبد کې ځينی زړې ودانی ليری شوی او يو شمېر نوی ودانی جوړې کړاې شوې. اوس په دغه معبد کې نهه سوه او دری څلويښت کوټې موجود دي او شپږ سوه او اته دېرش لرغونی کوټې هم پکی شامل دي. داسی ودانی د مينګ او چينګ د امپراتوريو د مودې د بڼې ساتنه کوی او د بېجينګ په اطرافو کې د لرغونيو ودانيو تر ټولو لوی معبد دی. د دغه مبعد له ټولو ودانيو څخه د چين لرغونۍ ساختماني ځانګړتياوې څرګندېږی.

د ٢٠٠١ کال د جون په پنځه ويشتمه نېټه تان جه سه معبد د چين د مهم تاريخي اثارو د ساتنې په ليست کې شامل شو. نننی تان جه سه معبد د خپلې لرغونی ودانۍ او ښکلی منظری له لارې ډېر سيلانيان ورجلبوي.