<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-18 19:32:06    
په ژمی کې د چين شينجيانګ د سيلانيانو لپاره ځانګړی جذابيت لری

cri

په تيره مياشت کی د چين په شينجيانګ کې د وريښمو لارې د سيل، د کنګلو او واورو له منظرو څخه د ليدنې او د قومی دودونو د احساسولو لپاره د سيلانۍ فيستوال پيل شو او لا اوس هم روان دی٠

له کنګلو او واورو څخه جوړې شوی مجسمې د روان کال د سيلانۍ فيستوال يوه ډيره ښکلی منظره وه ٠ د سکی وهلو يو هغه ډګر ته د ننوتلو له دروازې سره چې د سيلانی فيستوال پرانيستونکي مراسم پکې ترسره شول، د شينجيانګ د ملی لږکيو د نڅا کوونکو ځوانانو او پيغلو يو شمير هغه مجسمې ولاړې دي چې له کنګلو څخه حکاکې شوې ٠ د کنګلو له دغو مجسمو څخه داسی منظره جوړه شوې چې ځوانان او پېغلې د چمبو په وهلو، د رباب په غږولو او نڅا کولو سره د بېلا بېلو ځايونو د ميلمنو هرکلی کوی٠ دغه راز د ډول ډول مرغانو ، ژويو او ودانيو مجسمې هم چې له کنګلو څخه حکاکې شوې، د سکی وهلو نوموړی ډګر ته د غزيدلی سړک په دوو خواوو کې ولاړې دي٠ په شپه کې رنګارنګ څراغونه د دغو مجسمو له دننه څخه ښکلی رڼاګانې ورکوی٠

د ويغوری قوم د ځوان محمد عسکر کور د سکی وهلو له نوموړی ډګر سره په يو کيلومترۍ کی پروت دی٠ ده وويل: ٌ مونږ هر کال سکی وهوو، ځکه چې زما کور د سکی وهلو ډګر ته نژدی دی٠ شينجيانګ يو ښه ځای دی چې هم په دوبی او هم په ژمی کې ځانګړی منظرې لری، نو سيلانيان په بېلا بېلو فصلونو کې په خوښۍ سره د شينجيانګ سيل کولای شی، مونږ د بېلا بېلو ځايونو د سيلانيانو هرکلی کوو چې شينجيانګ ته راشی٠ ٌ

د هغو سيلانيانو لپاره چې د لومړی ځل لپاره د سکی وهل زده کړه کوی، په يوه ځانګړی دايره کی په کښناستو سره سکی وهل يو ښه انتخاب دی٠ ځکه چې دغه لوبه د سکی وهلو ښه مهارت ته اړتيا نه لری، سيلانيان په دغه دايره کی په کښناستو سره د سکی وهلو له لوبې څخه ښه خوند اخيستلای شی٠ پيغلو ګوه جن او چن جينګ دغه لوبه انتخابه کړه ٠ ګوه جن وويل : ٌ دا زما لومړی ځل دی چې په دغه دايره کی په کښناستو سره د سکی وهلو زده کړه کوم٠ د لوبې په پيل کې ډيره ويريدم ، خو له ځو ځلو تمرينونو وروسته اوس نه ويريږم او ډيره خوشحاله يم چې زه په دغه دايره کې د سکی وهلو د ډګر له پاسه څخه چټکه راښکته کيدای شم ٠ ٌ

د شينجيانګ اوروموچی ښار له ٢٠٠٣ کال څخه د خپل تفوق له مخی د وريښمو لارې د سيل ، د واورو له منظرو څخه د ليدنې او د قومی دودونو د احساسولو ګډ ځانګړی توريستی پروګرام رامنځ ته کړی دی٠ له ٢٠٠٦ کال راهيسی دغه توريستی پروګرام د سيلانی چارو د يو اختر په توګه د محتوياتو او بڼې له پلوه نوی پرمختګ کړی دی ٠ له څو کلونو راهيسی په اوروموچی ښار کې د ويست په نامه د سکې وهلو په ډګر کې په وار سره له لوړې هوا څخه د پاراشوټ په وسيلې د ټوپ وهلو په شمول يو شمير ژمنی توريستی پروګرامونه رامنځ ته شوی او په روان ژمی کی يوې داسی په زړه پوری لوبې سيلانيانو ته خوښی رسولې چې د سابيريا نهو سپيو د سيلانيان وړونکو وسيلو په کښلو سره په پراخ واورين ډګر کی چټکه منډه ووهله ٠

د چين د شمال خيتځ د هاربين ښار سياح لو ځه وو چې په ژمی کې لومړی ځل شينجيانګ ته راغلی، د يو ماشوم په شان په خوښۍ سره په واورين ډګر کی منډې او ټوپونه وهل او کله نا کله يې د لاسونو په وسيله هوا ته واوره وغورځوله٠ هغه وويل: په ژمي کې زمونږ د هاربين ښار هوا هم د شينجيانګ په شان ډيره سړه ده او زياته واوره هم پکې اوری٠ خو د دواړو ځايونو خاوره توپير لری٠ هغه وويل : ٌ د شينجيانګ واوره د شينجيانګ ځانګړتيا لری٠ زمونږ د هېواد نقشه د يو چرګ په شان ده ، زما پلرنی ځای هاربين واوره د چرګ پر سر او د شينجيانګ واوره د چرګ پر لکی باندی اوری٠ د شينجيانګ د واورو ځانګړتيا په ژبه نشی بيانيدای او يوازې په زړه کی احساسيدای شی٠ ٌ

په ژمي کی د شينجيانګ په بېلا بېلو ځايونو کی ډير ښکلی ځانګړی منظرې ليدل کيږی ، د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خلک د نړۍ د مختلفو هېوادونو د سيلانيانو تود هرکلی کوی چې د ليدنې کتنې لپاره دغې سيمې ته راشی٠