<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-18 19:47:23    
د شان شی ولايت دايروی اقتصاد پرمختګ کړی

cri

د چين په شمال کې د شان شی ولايت د سکرو توليدولو يو لوی ولايت دی. په وروستيو کلونو کې دغه ولايت د صنعتی جوړښت د تنظيمولو ګامونه چټک کړی او دايروی اقتصاد ته يې پرمختګ ور کړی او د سکرو توليد، چمتوکولو او ليږدولو په بهير کې د رامنځته شويو ککړتياوو د کمولو لپاره يې کوشش کړی چې له امله د دايی پرمختګ په برخه کې يې ښې پايلې تر لاسه کړې دي.د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د شان شی ولايت د دايروی اقتصاد د پرمختګ په باب لږ څه معلومات وړاندی کړو.

د شان شی ولايت د دا تونګ د سکرو ډله ايز شرکت په چين کې د سکرو توليدولو تر ټولو لويه اډه ده او د سکرو توليدی اندازه يې په تېرو څو کلونو کې له سل مليون ټنو څخه اوښې ده، خو د چټک پرمختګ ترڅنګ يې ډول ډول مسئلې رامنځته شوې دي. د بېلګی په توګه د توليداتو ډولونه يې لږ دی او په توليدی بهير کې يې زياتې ککړتياوې رامنځته کيږي .د دغه شرکت عمومی مدير ليو سوي وويل د دغو مسئلو د رامنځته کيدو له امله دوی مجبور دي چې يوه نوې پرمختيايی بڼه پيدا کړي.هغه زياته کړه  زمونږ شرکت له ريښتينی حالت سره سم يوه پر داسې پرمختيايی بڼه وړاندې کړې چې له مخې يې د سکرو توليدولو له شرکت څخه د سکرو او بريښنا توليدولو انرژۍ په يوې لويې ډلې واوړي.تر اوسه پوری مو د تا شان په نامه يوه ازمويښتی سيمه جوړه کړې ده.

د عمومی مدير له خوا ياده شوې ازمويښتی سيمه د دايروی اقتصاد د پرمختګ

لپاره يوه صنعتی سيمه ده چې نوموړی شرکت يې په جوړولو کې ١٦ مليارډ او اته سوه مليون يوانه لګولی دی. زمونږ خبريال له دغې سيمې څخه د ليدنې په وخت وليدل چې له ګلونو او وښو ډکه سيمه وه. د تاشان معدنی څا د دغې سيمې د يوې مهمې برخې په توګه ګڼل کيږي چې د ٢٠٠٦ کال په جولای کې يې د توليد په ازموينې پيل کړی او کلنی توليدی اندازه يې ١٥ مليون ټنو ته رسيدلی ده چې تر اوسه پوری په دغه برخه کې تر ټولو لويه چا ده. د معلوماتو له مخې په دغه څا کې پرمختللي توليدی تجهيزات کارول کيږي.د تاشان د سکرو شرکت عمومی مدير وو وانګ ګوو وويل

اوس مونږ د سکرو توليد په برخه کې پرمختللی تجهيزات کاروو. د داتونګ د سکرو ډله ايز شرکت د يو فرعی شرکت په توګه پرمختللي اداري بڼه زمونږ د شرکت په بېلا بېلو ساحو کې کارول کيږي.

د شان شی د دا تونګ د سکرو ډله ايز شرکت عومی مدير ليو سوی شنګ وويل د تا شان بڼې له غوښتنې سره سم بايد د سکرو استخراجولو په بهير کې د سکرو د عمومی توليد او پوره کارولو له لاری لازياتې ګټې تر لاسه شی

د شان شی ولايت د اقتصادی کميټې مشر هونګ فا که وويل د سرچينې استخراجولو تصدۍ څنګه د جوړولو توليداتو توليدولو په تصدۍ بدل شی؟ د دا تونګ د سکرو ډله ايز شرکت د دايروی اقتصاد د پرمختګ په بهير کې دغې پوښتنې ته ښه ځواب ور کړی دی. د دايروی اقتصاد پرمختګ د شان شی ولايت د دايمی پرمختګ بهير د دوام په تېره بيا د اقتصاد د پرمختيا لارو چارو د بدلون او يوې هوسا ټولنې د أبادۍ لپاره ډېر زيات اهميت لري.اوس موږ په دغه برخه کې ازمويښتی کارونو ته ډېر ارزښت ور کوو او په شلو صنعتی تصديو او څلورو صنعتی سيمو کې مو دغه کارونه تر سره کړي دي.

د يوې شمېرنې له مخې د دايروی اقتصاد د پرمختګ له امله په دغه ولايت کې هر کال د سلفر دوه اکسيد د خپراوې اندازه اتيا زره ټنه کمه شوې او دوه لکه او شل زره ټنه دوړې کمې شوی چې له امله يې دوه سوه مليون يوانه ګټه تر لاسه شوې ده.د سکرو سرچينو د يو لوی توليدونکی ولايت په توګه د شان شی ولايت دايروی اقتصاد اوس چټک پرمختګ کړی دی.