د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د پارلمانی ټولټاکنو رايی ور کونه د فبروری د اتلسمې نېټې ماښام تر پنځو بجو پوری پای ته رسيدلی او د رايو شمېرنې کار پيل شو.
په همدې ورځ د رايی ور کولو کارونه په عمومی توګه په سالمه توګه روان شول خو د وضعې او امنيتی عواملو تر اغېزې لاندی په ټول هېواد کې د رايی ور کولو انډول ټيټ و.
په همدې ورځ د ټولټاکنو پر ضد د زور زياتۍ ځينی پېښی وشوې چې له امله يې لږ تر لږه لس تنه مړه او سل تنه نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف په راولپنډی کې له رايې ور کولو وروسته وويل دی به له هر هغه ګوند څخه ملاتړ وکړي چې په ټولټاکنو کې به زياترې رايې تر لاسه کړي.