<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-19 15:21:50    
د بېجينګ د سيلانی لارښوونکی شي جينګ يو

cri

بېجينګ يو لرغونی ښار دی چې په کې ډېر تاريخی اثار شته. نو هر کال ډير زيات سيلانيان بېجينګ ته راځي او دغه تاريخی اثار ګوري. ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک کال ګڼل کېږي. د اولمپيک لوبو په وخت کې به د بېلا بېلو هېوادونو لا زيات سيلانيان بېجينګ ته راشي. نو د بېجينګ د سيلانۍ شرکتونه دغو سيلانيانو ته د ځانګړو خدمتونو د برابرولو لپاره يو لړ تياری نيسي.

شي جينګ يو د سيلانی يو ځوان لارښوونکی دی چې عمر يی پنځويشت کاله دی. هغه په بېجينګ کې زېږيدلی او دوه کلونه مخکې له پوهنتون څخه فارغ شوی دی. شي جينګ يو په پوهنتون کې د سيلانۍ ادارې په څانګه کې زده کړه کړی دی، نو اوس هغه د بېجينګ د سيلانۍ په يو لوی شرکت کې کار کوي.

د بېجينګ وګړيو له ٢٠٠١ کال نه راپه ديخوا، د دغو لوبو لپاره بېلا بېلې تياری نيولی دی. د شي جينګ يو ژوند هم بدل شوی دی. هغه وويل چې هغه په ماشومتوب کې د انګليسي ژبې له زده کړې سره مينه نه درلوده. د عمر له زياتېدو سره سم شي جينګ يو يوه موخه وټاکله چې د سيلانۍ د يو لارښوونکي په توګه کار وکړي. د بېجينګ د اولمپيک لوبو له رارسيدو سره سم، لا زيات بهرني سيلانيان چين ته رارسېږي، نو د بېجينګ د سيلانۍ شرکتونه د انګليسي ژبې ويلو د توان په ساحه کې له خپلو لارښوونکو څخه لا زياته غوښتنه کوي. شي جينګ يو پوه شو چې که هغه غواړي چې خپله موخې ورسيږي، نو بايد انګلسي ژبه ښه زده کړي. نو شي

جينګ يو د دې لپاره ډېر کوښښ کړی دی. اوس د انګليسی ژبې ويلو په برخه کې د شي جينګ يو توان لوړه شوې دی. هغه د دې خبرې د يادونې په وخت کې وويل که په بېجينګ کې د اولمپيک لوبې تر سره نه شس، هغه به د انګلسي ژبې اوسنې سويه ونه لري.

اوس شي جينګ يو په ښه توګه بهرنيو سيلانيانو ته خدمت کولای شي. خو د تېر کال له دوهمې نيمې راهيسي، ډېر زيات بهرني سيلانيان نه يوازی غواړي د بېجينګ د تاريخی ځايونه وګوري، بلکې د اولمپيک لوبو د بېلا بېلو لوبغالو د کتلو غوښتنه هم لري. نو د بېجينګ د سيلانۍ شرکتونو د اولمپيک لوبو د لوبغالو د کتلو په اړه بېلا بېل خدمتونه برابرکړی دی. شي جينګ يو د اولمپيک او سپورت په برخه کې په انګلسي ژبه زده کړې پيل کړې. هغه وويل اوس شرکت د لارښوونکو د انګلسي ژبې د سويې د لوړولو لپاره ډېر تدبيرونه نيولي، په تېره بيا د اولمپيک لوبو په اړه معلومات . هغه هيله لري چې د خپلو کوښښونو له لارې د بېجينګ اولمپيک لوبو ته خدمت وکړي. شي جينګ يو خبريال ته وويل چې موږ د سيلانۍ چارو له لارې بهرنيو سيلانيانو ته بېجينګ نسيؤ.

شي جينګ يو هم له سپورتي لوبو سره مينه لري، هغه غواړي د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې بېلا بېلې سيالۍ وګوري. هغه وويل زه غواړم له دغو سياليو څخه ليدنه وکړم. زه په انټرنيټ کې د سياليو ټکټونو د اخيستلو غوښتنليک وړاندی کړی دی. زه له فوټبال سره مينه لرم او زه د چين د فوټبال پر ټيم باور لرم.