د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ټلويزيونی سټېشن د فبروری په نولسمه نېټه خبر ور کړ، د رايو شمېرنې د لومړی پايلې له مخې، تر دې مهاله د خلکو ګوند په پارلمانی ټولټاکنو کې لومړی ځای نيسی.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه ويلی و چې په پارلمانی ټولټاکنو کې به بريالی سياسی ګوند د کابينې جوړونې حق ولري. دی به له هغه ګوند څخه ملاتړ وکړي چې زياتره رايی تر لاسه کړی. هغه به له راتلونکی صدراعظم او کابينی سره يو ځای په همغږې توګه کار وکړي.