<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-19 21:58:44    
د هه نان ولايت په کليوالو سيمو کې د همکارۍ نوی ډول طبی نظام ته پرمختګ ور کړی دی

cri

د هه نان ولايت د چين په منځ کې پروت دی چې د کرنې په برخه کې يو مهم ولايت دی او د بزګرانو شمېر يې له اويا مليونو تنو څخه اوښتی چې د دغه ولايت دعمومی نفوسو په سلو کې ٧٠ برخه نيسی.

له دی امله چې د هر بزګر په سر عايدات او لګښتی سويه په علاقه داريو او ښارګوټو کې له اوسيدونکيو څخه يو څه واټن لري، نو که بزګران ناروغ شی، د دی کورنيو ته زياتي اقتصادی دندې ور په غاړه کيږي. په وروستيو کلونو کې د هه نان ولايت د نورو ولايتونو په شان په کليوالو سيمو کې د همکارۍ نوی ډول طبی نظام ته پرمختګ ور کړی چې د بزګرانو د درملنې مسئله په ښه توګه پکې حل شوې ده.

لږه موده دمخه د هه نان ولايت د وو ګانګ ښار د مياو جي علاقه داری ٤٢ کلن ليو لې د زړه ناروغۍ د علاج لپاره طبی عمليات وکړل، ځکه ميرمن ليو په نوموړی نظام کې ګډون وکړ، د نوموړو عملياتو د تر سره کولو لپاره يی لګښت لږ دی.

په کليوالو سيمو کې د همکارۍ نوی ډول طبی نظام د چين د حکومت له خوا په کليوالو سيمو کې د بزګرانو د ضمانت لپاره پلی شوی يو نظام دی چې بزګران په خپله خوښه پکې ګډون کوي او ٢٠ سلنه پيسې يی وړاندی کوي او پاتې ٨٠ سلنه يې حکومت ور کوي.په دغه نظام کې د ځينو ګډون کوونکيو لګښتونه کم شوي دي.دغه نظام په ٢٠٠٣ کال کې له پلی کيدو راهيسی په ښه توګه روان دی.

د هه نان ولايت د نورو ولايتونو په پرتله ډېر وختی په دغه نظام پيل وکړ. په وروستيو

کلونو کې دغه نظام لازياتو سيمو ته پراخ شوی او د دغه نظام له امله د بزګرانو د

منلو اندازه هم په پر له پسی توګه لوړ شوې ده. د يوې شمېرنې له مخې تر اوسه پوری په دغه ولايت کې له دغه نظام څخه د ګټه اخيستونکيو شمېر ٦٩ مليون تنو ته رسيدلی دی. د دغه ولايت د روغيتا ادارې مرستيالې چين سنګ وويل دوی به له نن څخه دغه نظام لازياتو کليوالو سيمو ته پراخ کړي.هغې زياته کړه چې په دغه ولايت کې د ګډون کوونکيو ولسواليو او ښارونو شمېر ١٤٣ ته رسيدلی چې د ولسواليو او ښارونو د عمومی شمېر په سلو کې نوی برخه يې نيولې ده.په روان کال کې به نور ١٤ ولسوالي په دغه نظام پيل وکړي چې زمونږ ولايت به هم په وختی توګه د دغه نظام د پراخوالی موخه تر سره کړي.ميرمن چين سنګ وويل زمونږ ولايت به په هر اړخيزه توګه د دغه نظام په چوکاټ کې د ضمانت بېلا بېلو نظامونو أبادۍ ته پرمختګ ور کړي چې لازيات بزګران ترې ګټه تر لاسه کړي.

د خبر له مخې د هه نان ولايت په طبی برخه کې بزګرانو ته د اسانتياوو برابرولو لپاره يو معلوماتی سيستم جوړ کړی دی.سربېره پردی په کليوالو سيمو کې د همکارۍ د نوی ډول طبی نظام د جوړولو ترڅنګ دغه ولايت هم د بی وزليو کسانو د درملرنې لپاره مرستندويه نظام ته پرمختګ ور کړی دی.