د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د فبرورې په نولسمه نېټه وويل: د پاکستان نوی حکومت بايد له بېلا بېلو خواوو سره په همغږي ډول ژوند وکړي. د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ همکاری د هېواد له دايمی ګټو سره سمون خوري.
د يوبل خبر له مخې: د پاکستان د ولسمشر وياند رشيد قريشي د فبرورې په نولسمه نېټه څرګنده کړه چې ولسمشر مشرف د مسلم ليګ ګوند د مشر نواز شريف هغه غوښتنه رد کړی ده چې دی د ولسمشرۍ له رياست څخه استعفا وکړي. ښاغلی قريشي وويل: پرويز مشرف د پاکستان د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دې او د ماموريت موده يی پنځه کاله ده. هغه زياته کړه چې ولسمشر مشرف غواړي له هغه ګوند سره همکاری وکړي چې په پارلمانی ټولنټاکنو کې يې برياليتوب تر لاسه کړي دی.
ښاغلی شريف په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې له مشرف څخه غوښتنه وکړه چې له ولسمشرۍ څخه استعفا وکړي.