<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-20 18:07:55    
د چين د ٌ چيانګ ٌ د قوم په باب څه معلومات

cri

د ٌ چيانګ ٌ د قوم نفوس څه نا څه يو لکو اته نوی زره تنه دی او په عمده توګه د جنوب لويديځ چين د سچوان په ولايت پوری د ٌ ابا ٌ په نامه د ٌ تبت ٌ او ٌ چيانګ ٌ قومونو په خودمختاره لويه ولسوالۍ کښی اوسيږی٠ دا قوم خپله ژبه لری چه په جنوبی او شمالی لهجو ويشل کيږی، خو قومی ليک دود نه لری او د چين له ملی ليک دود څخه استفاده کوی٠ د چيانګ د قوم اکثر خلک د څو ارباب انواعو پرستش کوی او ځينی يی پر تبتی بوديزم باندی عقيده لری٠

د چيانګ د قوم تاريخ ډير لرغونی دی چه هان څه دپاسه دری زره کاله مخکښی د چين د ٌ اين ٌ سلسلې په هغو اسنادو کی چه پر هډوکو باندی په لرغونی ليک دود سره حکاکی شوی، د چيانګئيانو د ژوند په باب معلومات ليکل شويدی٠ د چيانګ نننی قوم يوازی د ځينو لرغونو چيانګئيانو وروستنی نسلونه دی٠

د چيانګ د قوم کلی خپل څرګند خصوصيت لری چه کورونه يی په پوره توګه له خاورو او ډبرو څخه جوړيږی او دری يا څلور پوړونه لری٠ عمومأ د کور لاندينی پوړ د کورنيو حيواناتو او مرغانو د روزلو دپاره دی، منځنی پوړ يی د کورنۍ د غړو استوګنځی او پاسنی پوړ يی د غله جاتو ګدام دی٠ د کور بام مستوی ډوله دی چه ورباندی هم غلې دانې لمر ته اچول کيدای شی او هم د کور د غړو دپاره د ساعت تيری، لاسی کارونو او لوبې ځای دی٠ دغه کورونه نه يوازی کلک او د استعمال وړ دی، بلکه پکښی خلک په ژمی کښی تودوالی او په دوبی کښی سوړوالی احساسوی٠ له دی څخه د چيانګ د قوم د خلکو خاص او وتلی ساختمانی هنر څرګنديږی٠

نن سبا د چيانګ د قوم اکثر خلک عنعنوی قومی لباسونه اغوندی٠ نارينه يی عمومأ شين او ابی اوږد لباسونه او هغه بالاپوش اغوندی چه د پسونو له پوستکو څخه جوړ شويدی، دوی خپل سر په اوږد تور ټوکر پيچی٠ د دی قوم ښځې عمومأ هغه زرعون يا ابی اوږد لباسونه اغوندی چه ښکلی څنډې لری، په ملا يی ګلدار پيش بند او پټی تړل کيږی او تور يا سپين څادر په سر کوی٠ د چيانګ د قوم خلک د اخترونو د نمانځلو په وخت کښی يو ډول ځانګړی ښکلی قومی بوټان په پښو کوی چه له ټوکرانو څخه جوړيږی، سر يی پورته وی، شکل يی د بيړۍ په شان وی او پر مخ باندی يی د وريځو د تصويرونو ګلدوزی کيږی ٠ د چيانګ د قوم ښځې د ګلدوزی کولو په برخه کښی لوی لاس لری، دوی په ګلدوزی جوړ شويو د لباسونو د ښکلی کولو او د کوټې د سنګارولو دپاره ډير ښه شيان ګلدوزی کوی٠

جواری د چيانګ د قوم د سيمو عمده غله جات دی او غنم، کچالو او شړشم پکښی هم کرل کيږی٠ د دی قوم د خلکو په ترانسپورتی تاسيساتو کښی يو ډول نقليه کيبلونه ډير ضروری ښکاری چه د سيندونو د وو غاړو ترمنځ تړل کيږی او قطر يی څه دپاسه لس سانتی متره وی او د باڼسو له پوستو څخه جوړيږی٠ که څوک وغواړی چه له سيند څخه تير شی، د څرمنی کمربند يا غرعرک په وسيله به خپل ځان تر نوموړی کيبل لاندی ځوړند کړی او د دی کيبل په وسيله به د سند بلې غاړې ته د تيريدو دپاره والوزی٠