د مونتپيلير کور د چين په جنوب لويديځ چنګ دو ښار کې پروت دی چې د چنګ دو ښار او د فرانسی د مونتپيلير ښار په ٢٠٠٦ کال کې جوړ کړيدي٠ د مونتپيلير کور د چنګ دو او مونتپيلير ترمنځ د اقتصادی، کلتوری او تاريخی معلوماتو د سپارلو د يو سفير په توګه بلل کېږي چې د دوو ښارونو د بېلا بېلو برخو ترمنځ يې همکاری پياوړی کړی٠ اوس د مونتپيلير زيات شمېر وګړي په چنګ دو ښار کې کار ، زده کړه او ژوند کوي، دوی بيا بيا د چيني ژبی او اوپيرا د زده کړو لپاره د مونتپيلير کور ته ورځي٠ په دی وروستيو ورځو کې زموږ خبريال د مونتپيلير کور ته ورغلی او د مونتپيلير له څو تنو فرانسوی وګړيو سره يې دوست شوی٠
چنګ دو يو عصری ښار دی او په دغه ښار کې د وګړيو ژوند ډېر ساده دی٠ زه دلته نڅاو، ګونګ فو او اوپيرا زده کوم او نيکمرغه ژوند لرم٠
مونتپيلير او چنګ دو په ١٩٨١ کال کې د دوستانه ښارونو اړيکی ټينګی کړی ، اوس دوه ښارونه د کلتور، ساينس او ښوونی، اقتصاد او سيلانی په ګډون په زياتو برخو کې همکاری کوی٠ د مونتپيلير کور د چنګ دو ښار په مرکز کې پروت دی چې زياته برخه کارونه يې د وګړيو پوښتنو ته ځواب ورکول ، د کاري غونډی او د چين او فرانسی ترمنځ د ژبی کلتور په اړه د کورسونو جوړولو رول لوبول دي٠ د مونتپيلير کور مديرې ليو جينګ هونګ وويل د چين او فرانسی ترمنځ لومړنی دوه دوستانه ښارونه مونتپيلير او چنګ دو دي٠ دې وويل که څه هم موږ د مونتپيلير کور نوم ټاکو ، خو د مونتپيلير لپاره زموږ د چنګ دو ښار يو کړکۍ دی ، ځکه چې د مونتپيلير وګړيو په ګډون فرانسوی وګړي د مونتپيلير کور له لاری د چنګ دو ښار په اړه معلومات تر لاسه کوي٠
مېرمن ستيفنی واليت دوه کاله دمخه له مونتپيلير څخه راغلی او له چنګ دو ښار سره ډېره مينه لري ، تر اوسه يې په مونتپيلير کور کې د چيني ژبی د روزنی په ټولګی کې زده کړی کړی٠ دی په روانی چيني ژبی خبريال ته وويل:زه په فرانسه کې غواړم چيني خواړه وخورم، خو په چين کې نه غواړم فرانسوی خواړه وخورم٠
د مونتپيلير کور د چين او فرانسی ترمنځ يو پل دی او د مونتپيلير کور مديره ليو جينګ هونګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوری تګ راتګ يوه استازی ده٠ هغی په ٢٠٠٢ کال کې د سيچوان د بهرنی ژبی له پوهنځی څخه تر فراغت وروسته د چين او فرانسی ترمنځ د تبادلوی روزنی په پروژی کی ګډون وکړ او د زده کړو لپاره مونتپيلير ته ورسيد٠ ليو جينګ هونګ په مونتپيلير کې د نړيوالی پروژۍ د اداری او خبرو اترو د ماسټر په سويه زده کړی لری٠ هغی وويل له دی امله چې په ښه توګه د چنګ دو او مونتپيلير حالات پيژندم، نو د چنګ دو او مونتپيلير حکومتونو د مونتپيلير کور د مديری په توګه وټاکل شوم٠
ښاغلی اليګزندر بيودوکس د پرمختګ فرصت د لټولو لپاره له مونتپيلير څخه چنګ دو ته راغلی٠ له دی مخکې يې د شانګهای په يو پوهنتون کې زده کړی کړی وی٠ د ٢٠٠٧ کال د سپتمبر په مياشت کې يې د چنګ دو په سيچوان پوهنتون کې د اقتصاد او سوداګری زده کړی وکړی٠ ده وويل په چنګ دو کې زيات شمېر تصدۍ ، شرکتونه او لوی بازار شته٠ دغه ښار عصری دي، دلته وګړي له ژوند څخه خوښ دي او د شانګهای ښار په پرتله دلته ژوند ډېر ساده دي، دغه ښار خپلې کيسې او کلتور لري٠
د مونتپيلير کور د چنګ دو وګړيو او په چنګ دو کې د مونتپيلير تصديو او وګړيو لپاره خدمتونه کړی چې د دواړو خواوو ترمنځ د تګ راتګ او تبادلی لپاره ډېر ګټور دی او د دواړو هېوادونو د کلتور، ټولنی، طبی چارو او اقتصاد د پرمختګ لپاره هم ګټه لری٠ د مونتپيلير کور د چين او فرانسی ترمنځ د دوستی يوه نښه ګرځيدلې ده٠