<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-20 20:14:12    
د چين صدر اعظم ون جيا باو د پسرلي اختر په موده کې د جيانګ شی ولايت په پوهنتونونو کې له پاتی شويو محصيلينو سره وکتل

cri

د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټې دايمی بيورو غړي او صدر اعظم ون جيا باو د چين د پسرلي اختر په موده کې له ګوی جو ولايت څخه له ليدنې کتنې وروسته د واورو او باران د زيات اورښت له امله د جيان شی ولايت ناورين ځپلو سيمو ته ولاړ او هلته يې له ناورين سره د مقابلې او له ناورين وروسته د توليدی چارو د عادی کېدو لارښوونه وکړه او له زياتو وګړيو سره يې وکتل.

د فبرورۍ د شپږمې نېټې د ماښام په شپږو بجو د جيان شی ولايت په مرکز نان چانګ ښار کې د نوي کال او پسرلي اختر د لمانځنې په ترڅ کې د پټاکيو او اورلوبو اوازونه پورته کېدل. صدر اعظم ون جيا باو د جيان شی ولايت مالی او پولی پوهنتون ته ولاړ او د باران او واورو د زيات اورښت له امله يې له پاتی شويو يو سل او شپېته تنه محصلينو سره يو ځای ماښامی ډوډی وخوړله او په ګډه يې د نوي کال شپه ولمانځله.

د پوهنتون د ډوډۍ خوړنځی د نوي کال د هرکلي لپاره ښکلی شوې و. کله چې صدراعظم ون جيا باو ورننوت، ټول محصلين له څوکيو څخه پورته شول او په تودو چکچکو سره يې د ده هرکلی وکړ. صدر اعظم ون جيا باو د محصيلينو تر منځ

کېناست او د دوی د ژوند او زده کړې په اړه يې پوښتنې او ور سره خبرې اترې وکړې. ده دغو محصيلينو ته وويل چې بايد د سلام ويلو او پوښتنې لپاره خپل پلار او مور ته يو تليفون وکړي.

ده زياته کړه چې روان کال د جنوبی برخې په زياتو ولايتونو کې د يوې اوږدې مودې لپاره د واورو او باران زيات اورښت وشو چې د بريښنا پر برابرولو، ترانسپورتی چارو او حتی د خلکو پر عادی ژوند يې منفی اغېزه وکړه. خو د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټې او دولتی شورا په لارښوونه د ټولو وګړيو او سرتېريو په يووالي او ګډو کوښښونو سره اوس موټرونه په سړکونو تګ راتګ کولي شي او د بريښنا رسېدنه هم عادی شوې ده.

صدر اعظم ون جيا باو محصيلينو ته وويل چې د زده کړې تر څنګ بايد ټولنيزو چارو ته هم پاملرنه وکړي. که کوښښ وشي، نو هرومرو به برياليتوب تر لاسه شي. د همدې شپې په اوو بجو صدر اعظم ون جيا باو له محصيلينو سره خدای پاماني او مخه ښه وکړه.