<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-20 20:30:29    
روسي سيلانيان د چين د دوديز طب سره سم د ناروغيو درملنه منی

cri

نن ورځ لا زيات روسي سيلانيان د ژمي په فارغ وخت کې د جنوبي چين د هاي نان ولايت سان يا ښار ته ځي ځکه چې هغه يوه توده سيمه ده او د لمر وړانګې ، سمندري اوبه ، شګلنې غاړې او تودې چينې پکې شته . پر دې برسيره دوی د چيني طب سره سم د خپلو ناروغيو درملنې کړي دي.

يوه روسي ښځه چې اليشا نومېږي ، د سان يا د شه جوانګ روغتون په يوه طبي کوټه کې غځېدلې او د ستنو په وهلو سره د ناروغۍ تر درملنې لاندی ده .

خبريال . له کوم ځاي څخه راغلی ياست ؟

اليشا . له چيتا ښار څخه

خبريال . د ځانګړي موخې لپاره راغلی ياست؟

اليشا. هو ، د لس ورځنۍ درملنې لپاره

خبريال . له کومې لارې دې خبره شوې يې چې دلته د چيني طب درملنه شته؟

اليشا . له ملګرو او د سيلاني له لارښوونکو څخه

د چين د دوديز طب له لارې د روغتيا ساتنې لارې چارې ډيرې ښې دي ځکه چې د درملنې په ترڅ کې په پوره توګه طبي بوټي کارول کېږي او بد اثر نه لری په تيره بيا د ستړتيا له منځه وړلو او د داخلي ترشح سيستم د تنظيمولو لپاره ډيرې اغيزمنې دي . له دوه زره او دوهم کال راهيسې د سان يا د چيني طب روغتون د چين د دوديز طب له لارې د ناروغيو درملنې او سيلانۍ ترمنځ د يو ځايښت په پلان پيل وکړ چې له

امله يې زيات شمير روسي سيلانيان د الوتکو په وسيله سان يا ته راځي ، دوی سهار د تودې سيمې ځانګړي منظرې ګوري او له غرمې وروسته د چيني طب له لارې علاج

او درملنه مني. د ياد شوي روغتون مشر ښاغلي ليو ده شي خبريال ته وويل څرنګه چې په روسيه کې ژمی ډير يخ دی ، نو زيات روسان د روماتيزم ، چاغوالي ، په وينه کې د زياتو غوړيو په شمول په ډول ډول مزمنو ناروغيو اخته دي ، د چين د دوديز طب په وسيله د دغو ناروغيو د درملنې په ترڅ کې يوازی طبيعي درملونه استعماليږي ، نو منفي اغيزه يې کمه ده ، برسيره پردې د سان يا هوا په تاوده سمندري اقليم پوري اړه لری چې په پايله کې روسي سيلانيانو د تودې سيمې له ښکليو منظريو څخه د خوند اخيستلو په څنګ کې د خپلو ناروغيو درملنې هم کړي دي . ډاکتر لي جن شان وويل موږ د چيني طب د دوديزو لارو چارو په وسيله مثلا د چاپي کولو ، ستن وهلو او د چيني طبي بوټو په وسيله د ناروغيو درملنه کوو ، خو د ځينو ناروغيو لپاره نورې دوديزې لارې چارې استعمالېږي.

د دقيقې درملنې له مله د ځينو روسي ناروغانو حالت ښه شوی او د چين د دوديز طب په وسيله د ناروغيو درملنه هم د زياتېدونکيو روسانو لخوا منل شوېده . يو اته پنځوس کلن ناروغ چې ايوان نومېږي ، د غاړې او شا د درد له امله دوهم ځل سان يا ته راغی او و يې ويل په دوبي کې وخت نه لرم ، نو په ژمي کې دلته راځم ، ډيره عجيبه خبره دا ده چې د غاړه او شا درد می ضعيف شوی دی.

د دوه زره او دوهم کال د مارچ په مياشت کې د روسيې د نفتو او طبيعي ګاز ګروپي شرکت د سان يا د چيني طب له روغتون سره پنځه کلن سيلانی تړون لاسليک کړ او د دغه تړون له مخې هر کال د نوموړي شرکت څو زره تنه کارکوونکي د چين د دوديز

طب له لارې د ناروغيو له درملنې څخه ګټه اخلي .

د سان يا د هه شن تانګ روغتيا موندلو مرکز چې پراخوالی يی پنځه زره مربع متره

دی ، په روسي سيلانيانو کې ډير شهرت لری او د چين له بېلابېلو ځايونو څخه بلل شوي مشهور ډاکتران پکې د روسي سيلانيانو خدمت کوی . حتی د روسيې ، قزاقستان او نورو هيوادونو سياستوال هم د روغتيا موندلو لپاره دغه مرکز ته ځي . اوس په سان يا کې د روغتيا موندلو نړيوال مرکز د جوړولو پلان طرح شوی دی. د سان يا ښار د سيلانۍ ټولنې مشر ښاغلي لي چينګ وويل اوس په روسيه کې د سيلانۍ په ترڅ کې روغتيا موندل يو فيشن ګرځېدلی دی. سان يا به د چين د دوديز طب له لارې د لا زياتو بهرنيو سيلانيانو لپاره خدمت وکړي. باور دی چې سان يا ښار به په راتلونکي وخت کې د ځانګړي سيلانۍ له لارې د چين او نورو هيوادونو ترمنځ د تګ راتګ په برخه کې فعال رول ولوبوي.