د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان خبري رسنيو د فبرورې په شلمه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان د پارلماني ټولټاکنو رسمی پايلې به د مارچ په لومړۍ نېټه اعلان شي.
د پاکستان د خلکو ګوند ايتلافي مشر اصف علی زرداری د فبرورۍ په شلمه نېټه په اسلام اباد کې څرګنده کړه چې دی به د خلکو ګوند لخوا د صدراعظم د نوماند په توګه ونه ټاکل شي، او دغه ګوند د صدراعظم د نوماند په اړه وروستی پريکړه نه ده کړې. په همدې ورځ د نواز شريف په مشرۍ د مسلم ليګ ګوند يو چاوراکي په لاهور کې څرګنده کړه: ښاغلي شريف به د نوی حکومت د صدراعظم او وزير په توګه ونه ټاکل شي. ښايی چې دغه ګوند د خلکو له ګوند سره د واکمنۍ متحده جبهه جوړه کړي او د صدراعظم نوماند د خلکو له ګوند څخه وټاکي.
د يو بل خبر له مخې: د هند حکومت د فبرورۍ په شلمه نېټه له پارلماني ټولټاکنو وروسته د پاکستان د حالاتو په اړه خوشي څرګنده کړه او ويې ويل دوی هيله لري چې له پاکستان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د توپيرونو د له منځه وړلو لپاره خبرې اترې وکړي.