<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-21 19:44:52    
يوه روپی هم نه لري

cri

وايی چ دوه زره کاله مخکې د هان په سلسله کې يو سړی چې دن تون نوميده، په دربار کې يې د بيړيو د اداره کولو وظيفه په غاړه درلوده. په يو تصادفی وخت کې امپراطور ون دی ور ته لوی انعام ورکړ او رتبه يې هم ور ته ترفع ورکړه. مګر دن تون کوم لياقت او مهارت نه درلود او فقط يو چاپلوس و. امپراطور کله کله د ده کره تله او ور سره يې نژدی اړيکې درلودلې. ور پسی امپراطور يو ميسی کان د تحقې په توګه ورکړ او ور ته يې اجاه ورکړه چې پيسې جوړې کړي. نو دن تون ډېر بډايی شو. يو وار امپراطور په پوستکي زخم اخته و او ډېر خفه شو، دن تون د امپراطور د چاپلوسۍ لپاره حتی په خوله د زخم نو چوپه کړ سره له دې چې وليعهد يې هم د نو چوپل و نه غوښتل. د امپراطور ون دی د وفات نه وروسته د ده زوی په پادشاهی تخت کيښناست او دن تون معزول شو. لږه موده وروسته نوي امپراطور ته خبر ورکړ شو چې دن تون په پټ ډول له سرحد نه په بهر د پيسو په جوړولو بوخت و. نو د ده ټول چايدادونه ضبط شول او حتی يوه روپی هم ور ته نه شوه پاتی او بی کوره شو. نو مجبورأ يې د بل چا په کور کې ژوند وکړ او مړ شو. دغه متل چې وايی يوه روپی هم نه لري. هغه کسان اعطلاق کوي چې دومره غريب دي چې حتی يوه روپی هم نه لري. دغه راز دغه متل د هغو کسانو اطلاق هم کوی چې ډېر بډايی دي او داسی وايی چې پلانکی د دن تون غوندې ډېر بډايی دی. د چين د تاريخ د ياداشتونو په نامه اثر کې چې دوه زره کاله مخکې چاپ شوی، د يوه بد اخلاق سړی نينګ سين په باب داسی ليکل شوي وو چې هغه حتی يوه روپی هم نه درلوده او د بل په کور کې مړ شو.