<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-21 20:45:06    
د چين پخوانيو امپراطورانو په اړه لنډ معلومات

cri

د چين په تاريخ کې لومړنی امپراطور چينګ شه هوانګ چې ينګ جنګ نوميده او د شپږ ديرشو کاله لپاره يې واک په لاس کې و ، دوه سوه شپږ څلويښت کاله له ميلاد مخکې يې د چين د وحدت ستره دنده سر ته ورسوله ، ديارلس کلن هلک و چې په شاهی تخت کښناست ٠ په هغه وخت کې د دولت چاری د صدراعظم ليو بو وی او د ملکی د وفادار خواجه لاوای په لاس کی وی٠ کله يې چې عمر دوه ويشت کالونو ته ورسيد، دده لپاره د تاج د په سرولو مراسم پر ځای شول او ورپسی چين شه هوانګ د لاوای خوځښتونه ارام کړ او صدراعظم ليو بو وی يې له دندی څخه ګوښه کړ٠ له ميلاد مخکې له ٢٣٠ کال څخه تر ٢٢١ کال پوری په لسو کالونو کې يې نور شپږ کوچنی ملکونه لاندی کړل او د چين په تاريخ کې يې لومړنی واحد فيوډالی هېواد جوړ کړ چې دولتی ځواک يې د مرکزی حکومت تر کنترول لاندی و، په بله ژبه د دولت ټولی مهمی پريکړی د امپراطور له خوا سر ته رسيدی او د مرکزی او محلی حکومتونو لوړپوړی مامورين هم د امپراطور له خوا ټاکل کيدل٠ دغه راز چين شه هوانګ د شاهی تخت تر نيولو وروسته يو لړ مهم تدبيرونه هم غوره کړی وو، د بيلګی په توګه په ټول هېواد کې د قوانينو، اوزانو او مقاديرو واحد نظام ، پيسی او رسم الخط مروج شو ٠ دغه راز چين شه هوانګ د اوبو لګولو تاسيسات او مشهور لوی ديوال جوړ کړی او په هغه وخت کې يې د څلورو سوو شپيتو تنو روڼ أندو د وژلو او زيات شمېر کتابونو د سوزيدو په ګډون بد کارونه هم کړی وو٠ څرنګه چې هغه ظالمانه تسلط، بی رحمانه شکنجی او بيکاری په خلکو باندی تحميل کړی او کلونه کلونه يی پر له پسی جګړی کړی ، نو د چين شه هوانګ تر مرګ لږه موده وروسته د بزګرانو لوی قيام پيل شو٠

په چين کې فيوډالی نظام څه دپاسه دوه زره کاله دوام درلود ، چين شه هوانګ د چين لومړنی امپراطور و نو وروستی امپراطور څوک و؟ د چين وروستۍ امپراطوری دوره د چينګ سلسله وه او د دی دوری په دريو سوو کالو کې له ديارلسو امپراطورانو څخه وروستی امپراطور پو يی نوميده٠

کله چې پو يی په ١٩٠٨ کال کې په شاهی تخت باندی کښيناست، فقط پنځه کلن هلک و ، نو پلار يی د سلطنت مقام ونيوه، خو نژدی دری کاله وروسته د ١٩١١ کال د اکتوبر په مياشت کې د ډاکتر سون يی سين په مشرۍ بورژوازی ديموکراتيک انقلاب پيښ شو او د بل کال د فبروری په دوولسمه نېټه د چينګ سلطنتی دربار نسکور شو او امپراطور پو يی هم د مجبورۍ له مخې له تخت څخه لاس واخيست چې په دی سره په چين کې فيوډالی مستبد نظام چې څه دپاسه دوه زره کاله يی ادامه درلوده، د تل لپاره ختم شو٠ خو سلطنتی دربار ته د امتيازاتو ورکولو له امله پو يی يوازی په لنډ مهال په شاهی ماڼۍ کې اوسيده ، او په ١٩٢٤ کال کې له شاهی ماڼۍ څخه هم وايستل شو٠