<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-22 20:46:59    
په انګولم کې د کارټون د پنځه دېرشمې دورې نړيوال نندارتون

cri

انګولم د کارټون د پنځه دېرشمې دورې نړيوال نندارتون په وروستيو ورځو کې د فرانسې په انګولم ښار کې تر سره شوی. د اروپا او امريکا عمده مطبعو او تصديو، د چين، جاپان او کوريا جمهوريت پلاويو په دغه نندارتون کې ګډون وکړ.

دغه نندارتون او د امريکا په ساندياګو کې د کارټون نندارتون په نړۍ کې د کارټون دوه ډېر مشهور نندارتونونه دي چې اوږد تاريخ لري. د دغه نندارتون مسؤل فرانک بوندوکس د دغه نندراتون د ځانګړتياوو د يادونې په ترڅ کې وويل د ښار او فستيوال سره يو ځای کول د دغه نندارتون يوه ځانګړتيا او نندارچيانو ته نوی احساسونه رسولي دي.د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو کارټونونه په دغه نندارتون کې وښودل شول او زياتره ښاريانو هم پکې ګډون وکړ. دغه ښار د کارټون له فضا څخه ډک و. فرانک د چين د پلاوی په هکله وويل

 د چيني پلاوی ګډون دغه نندارتون ته نړيوال رنګونه بښلي دی. دغه پلاوی نه يوازی د چيني هنرمندانو ډېر اثار وړاندی کړي بلکې په چين کې د ژر رارسيدونکو اولمپيک سپورټي لوبو لپاره يې ځانګړی کارټونونه هم جوړ کړي دي.

د چين پلاوی د دغه نندارتون په ترڅ کې د چيني ورځې د پرانيستونکې ميلمستيا،د چين د کارټون تاريخ ته بيا کتنې، د چاپولو حق د لاسليکولو مراسمو او د بېجينګ د اولمپيک سپورټي لوبو لپاره د نړيوالو کارټون ايښتونکو هيلو په ګډون يو

لړ فعاليتونه تر سره کړي دي. مشهور کارټون ايستونکی ليانګ شياو لونګ وويل د کارټون له لارې د اولمپيک سپورټي لوبو هرکلی ډېر اهميت لري. ده وويل

کارټون په اروپا او نړۍ کې د نظريو څرګندولو يوه ښه لاره ده چې د عکسونو له لارې خپلې اغېزې خپرولی شي.

د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو د نيکمرغۍ نښې فووا د طرح کوونکی وو ګوان ينګ او عکسی کتاب مشهور انځورونکی لو هوا اثارو د ډېرو بهرنيو نندراچيانو پاملرنې ورجلب کړي دي.

د چيني پلاوی د نندارې ځای کال پر کال مهم دی. زما په أند دا به د کارټون چارو د پرمختګ لپاره ګټور وي.

چيني کارټونونه د اروپايي کارټونونو په پرتله ما ته يو شمېر نوی احساسونه راکړي دي او دوی زما ډېر خوښېږي.

زما په أند چيني کارټونونه په فرانسه کې ډېر ښه راتلونکی لري. ډېرو وګړيو نن په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی او دا ورڅخه څرګندېږي چې دا يوه ډېر بريالی نندارتون دی.

د چيني کارټون په اړه د ډېرو بهرنيو مينوالو پر وړاندی د شانګهای د کارټونی لوبو د پرمخبيونکی اډې د نندارتون څانګې مسؤلې مېرمن چن جيه وويل په اروپايي بازار کې د چيني کارټونونو د ننوتلو په اړه د چاپولو حق معاملې بايد پياوړی او په نړيوال هنری بازار کې د کورنيو کارټون جوړونکو شاميليدو موخه بايد ګام په ګام تر سره شي.

دې وويل په دغه نندارتون کې د چيني پلاوی ګډون نه يوازی د نندارې او تبادلې په

موخه بلکې دا هيله ورسره شته چې د حکومت په ملاتړ سره د چاپونې حق د معاملې په برخه کې ډېر تړونونه لاسليک شي.

د خبر له مخې،دغه نندارتون د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه دوه سوه زره نندارچيان ورجلب کړي دي.