<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-22 20:33:32    
سو سياو جو

cri

د تبت په جنوب ختيځ کی (موتو) ولسوالی په چين کی داسی يوازنی او غريب ولسوالی ده چی پکی سړک نشته ٠ يو کال نه مخکی سو سياو جو چی د کوانک دونګ نه راغلی دلته ورسيد او د موتو ولسوالی سره يی نيکی اړيکی تينګی کړی دی ٠ تير کال د جون په مياشت کی ښاغلی شو د تبت سره د مرسته کوونکی په توګه تبت ته ورسيد او د موتو ولسوالی د ولسوال د مرستيال په حيث مقرر شو٠ هغه وخت چی هغه د لومړی ځل لپاره موتو ولسوالی ته دا ځل شو، ډير حيران شو٠ په موتو کی دری خواوی غرونه دی٠ د جغرفيا يی حالاتو د پيچلی توب لو خاورو او د خوئيدلو په اثر هلته سړک جوړول ډير مشکل دی او دا کال د محلی کليوالو لپاره ډير کړاوونه راوړی دی٠ په موتو کی ښاغلی شو او همکارانو يی د څلور نيمو مياشتو لپاره تحقيقات وکړل او و ئی ليدل چی په غه ځای کی نه يوازی شولو، جوال، غنم، شړثم، مومېلی، خواږه پتاتۍ وده کيدای شی بلکه قيتی دواېی بوتمی هم پيدا کيږی٠ سره بيره پردی طبيعی جهيلونه، يخ چلونه او طبيعی ځنګلونه د توريزم لپاره ښی منابع دی٠ ښاغلی شو وويل، په موتو کی طبيعی چاپيريال ډير ښکلی دی او دا د پلی سغر لپاره ډير مناسب دی٠ ابو هوا يی د چين د جنوبی ولايت په شان ده دلته شغالو، مالتی، کيلی او داسی نوری ميوی ډيری دی٠ که چيری په موتو کی سړک وغزول شی نو موتو به د سغر او نويح لپاره ښه ځای او د تبت د کدام په توګه وګرځی٠

پدی وروستيو ورځو کی تبت معاماتو فيصله وکړه چی د ٢٢ مليونو يوانو په ارزښت

په موتو کی سړک جوړ کړی٠ دغه راز د ولسوال مرستيال شو د کلی په مکتب کی وليدل چی په څولګۍ کی ميزونه خراب شوی او څراغ نشته ٠ هغه ډير خپه و تردی نه وروسته ښاغلی شو د موقع نه په رستفاده په ګوانګ دونګ، هانګ کانګ او ماکاو کی د ښوونی او روزنی چارو لپاره بسپنه راټوله کړه دغه شان د موتو ولسوالی د ٢٧ مليونو يوانو په ارزښت د ولسوالی لومړنی منځنی ښوونځی د جوړيدو لپاره پانګه واچوله او د بېلا بېلو مکتبو د ښوونی لپاره يی اسانتيا وی برابر عکړی٠ ښاغلی شو وويل د پيسوسپما کول درست دی کور څنګه اباد ولی شی٠ زما په عقيده د موتو غربت د زياتو وختونو لپاره دوام نه کوی٠

تبت ته د تګ نه مخکی ښاغلی شو د ګوانګ دونګ ولايت د فوشان ښار په اړه د فقتصاد او تجارت رياست مرستيال و او ښه کار او معاش درلود٠ هغه يوه صيمی ښځه او دوه زامن لری٠ ده وويل موتو ته زما د تګ په حقله خپه نه يم خودا ډير افسوس دی چی په کورتيو چاروکی د مېرمن سره مرسته نشم کولای ٠ زما مشر زوی سږ کال لس کلنی دی او کشر زوی ٤ کلنی مشر زوی چی د زيږيدنی په وخت کی په دفاع کی د اکسيجن د کمښت په سبب فلح شو٠ تراوسه لاهم په روغتون کی ستری شويدی٠

بيان با د موتو ولسوالی يو عادی مامور دی٠ ده خبريال ته وويل ښاغلی شو که څه هم موتو ته د يوه کال لپاره راغلی دی خو خلک او همکاران مو ده ته ډير درناوی کوی٠ ببان با وويل د تبت سره د مرستو په مقصد مامورين تبت ته راغلی دی٠ دا پخپله يوه لوبه کارنامه ده٠ دوی دلته د خلکو لپاره ښه ښه کارونه کړی دی او ښی تجربی او د کار ښی طرقی دلته راوړی دی او مونږ سره يی ډيره زياته مرسته کړيده٠