<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-22 18:37:28    
په ژوند د قبر ننداره ( ٤ )

cri

مساپرو تر خپل منځ ګونګوسی کاوه چې دلته په اورمچي کې په وروستيو څو مياشتو کې له کابل او اسلام اباد څخه له راغليو مساپرو سره مخدره مواد نيول شوي وو. امين الله امرخېل چې کله د کابل نړيوال هوايي ډګر قوماندان و ( اپرېل ٢٠٠٥ – اکتوبر ٢٠٠٦ )،پر هغه مهال هم په دغه هوايي ډګر کې د بهرنيانو په ګډون ځينې داسې افغانان ونيول شول چې مخدره مواد يې په ګېډه کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل يې چين ته يې ولېږدوي. له همدې امله نو افغانان او له ډيورېنډ کرښې لرې غاړې پراته پښتانه چې پاکستاني پاسپورټونه لري د پوليسو له خوا په ډېره ځيرتيا تلاشي کېدل . دغه کار ما ته ښه و نه اېسېده او داسې مې وانګېر له چې زموږ سپکاوی کېږي. د حقارت او کمي احساس مې وکړ.

وارخطايۍ او د حقارت احساس مې حواس ګډوډ کړي وو چې پام مې شو، نو په اورمچي هوايي ډګر کې زما کتنې کابو يو ساعت نيولی و، دغه مهال په هوايي ډګر بله الوتکه نه وه راکوزه شوې، يوازې زموږ الوتکه وه ، معنی دا چې هومره ګڼه ګوڼه نه وه چې د يوه چا کار دې دومره وځنډېږي. کله چې د هوايي ډګر مسوولو کسانو زما په پاسپورټ د داخلېدو مهر ولګاوه. د باندې داليزه ته راووتم هلته د China Southern Airline مسوولين ولاړ وو. خپل ټېکټ مې ورکړ، په ګوډه ماته انګريزي يې راته وويل: اوپس ، ته ډېر ناوخته يې! بيړه کوه! د باندې ووځه ، بيا ښي لاس ته وګرځه او دويم پوړ ته پورته شه- هلته د کورنيو الوتنو د مساپرو کارونه تر سره کېږي. بيړه کوه ! هلته په شپاړلسم کونټر ( Counter 16 ) کې الوتکې ته د پورته کېدو کارت ( Boarding Card ) تر لاسه کړه.

له لارښوونې سره سم په چټکۍ د نړيوالو الوتنو د تلو راتلو له ودانۍ اووتم . ډېر ساړه وو. ژامو مې لړزه پيل کړه. دلته ټکسي چلوونکي چيغې وهي: هلو ټکسي، هلو ټکسي؟ او زه ورته په تروه ټنډه وايم: NO معنی – نه.

په بيړه بيړه د کورنيو الوتنو ترمينل دويم پوړ ته لاړم. شپاړلسم کونټر ( ليکې ) ته ودرېدم ، ناستې نجلۍ ته مې ټېکټ ورکړ. له ټېکټ کتلو وروسته يی راته وويل: ته ناوخته يېړ د الوتکې دروازې بندې دي، د ټېکټ پلورلو ځای ته ورشه او معلومات ترې واخله. په تلوار د ټېکټ پلورلو ځای ته ورغلم . دلته څوک په انګرېزۍ نه پوهېږي. د ټېکټ پلورلو مسوولې نجلۍ چې خبرې يې د يوې بلې نجلۍ په وسيله په انګريزي ژباړل کېدې- راته وويل : په راتلونکيو شپاړلسو ساعتونو کې چې موږ کومې الوتنې بېجينګ ته لرو په هغې کې خالي څوکۍ نه شته ، ته کړای شي چې سبا مازيګر درې نيمې بجو الوتنه کې څوکۍ تر لاسه کړې.