<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-22 20:15:01    
د افغان مېرمنو په لاسونو جوړ شوي توکي د بیجینګ په نندارتون کې

cri

د چین د نړیوالې راډیو درنو او عزتمندو اورېدونکیو زه خوشحال تایب مو نننۍ دغې کړۍ په سلامونو او نیکو هیلو رابولم ،هیله ده چې د ژمی په دې سړې هوا کې د تاوده کورنی ژوند خاوندان اوسئ،او د بهرنیان په چین کې دغه پروګرام په مینه او خوښۍ را سره واورئ،درنو دوستانو نن به تاسو له یوې افغان مېرمنې سره آشنا کړم،چې د ښځو په برخه کې کار او فعالیت کوي،او ګڼو افغان مېرمنو او نجونو ته یې د سالمو کارونو زمینې برابرې کړې دي،دغه مېرمن عزیزه مومند نومیږی،او د مسکا په نوم د یو شرکت مشره ده،څه موده مخکې دلته چین ته راغلې وه،او په یو سوداګریز نندارتون کې یې ګډون کړی و ،مېرمن عزیزه وایی که څه هم چین پخپله یو لوی سوداګریز هېواد دی،او هر ډول توکي پکې موندل کیږي،خو بيا هم د دوی له سوداګریزو توکیو ښه هرکلی شوی او زیاتې تجربې یې حاصلې کړې دي :

زه ډېره خوشحاله یم،چې په دې نندارتون کې مې ګډون درلود،ما په نورو يېرو نندارتونونو کې هم ګډون کړی و،خو دا ځای ما ته ډېر په زړه پورې او جالب و،ځکه چین پخپله په نړیواله کچه پراخه سوداګري لري،او ما داسې فکر کاوه چې ښایي خپل راوړل شوي توکي ونشم پلورلای،خو په خوښۍ سره ویلای شم چې ما تر اوسه ډېر شیان پلورلي،او له ډېرو خلکو او سوداګرانو سره آشنا شوې یم،چې دا زما په ډېره ګټه دی .

درنو اورېدونکیو د چینایانو د یو شمېر نورو ځانګړتیاو تر څنګ ددوی نظم او ترتیب هم د خلکو تر منځ ډېر یادیږی،ځکه دوی په هر کار کې له خاصو اوځانګړو اصولو څخه کار اخلي،په تېره بیا په سواګریزه برخه کې یې اوس تجربې ورځ تر بله زیاتیږي،او د نړیوالو پام یې ځان ته وراړولی دی،مېرمن عزیزه مومند وایي : ډېرو هېوادونو ته یې سفرونه کړيدي،خو هغه څه یې چې په چین کې ولیدل د هغو نورو سره یې ډېر زیات توپیر درلود نوموړې په دې هکله وایي:

ما ډېر هېوادونه لیدلي دي،امریکې ته هم تللې یم ،پاکستان،هند،ایران،تاشکند او ځینې نور هېوادونه لیدلي،او اوس دلته چین ته راغلې یم،دلته هر څه ډېر ښه دي،ځکه پرون چې موږ راغلو زموږ توکي او شیان ټول نا منظم و،خو چې نن سهار راغلو بیا مو هر څه بل شان ولیدل او هر څه په ډېر ښه شان سره ترتیب شوي و، هر څه ډېر صفا او منظم دي چې په ریښتیا د ستاینې وړ دي .

درنو اورېدونکیو په نوره نړۍ کې ښځې او نارینه تقریبآ یو شان کار کوي، د ورځني ژوند لپاره هر څوک تر خپله وسه کار کوي،چې زموږ په ټولنه کې بیا دا شان نده،او ښځې تر ډېره د کورو په چارو بوختې دي،خو مېرمن عزیزه وایي چې ددوي د تولیدي شرکت ټول کارکونکي ښځینه دي،او دغه نندارتون راوړي توکې یې ټول د ښځو په لاس جوړشوي دي :

زموږ په تصدۍ کې ټول کارکونکي ښځینه دي ،دغه شیان چې تاسې یې اوس ګورئ ټول د ښځو په لاس جوړ شوي دي،زموږ په تصدۍ کې شاوخوا درې سوه ښځې په کارونو بوختې دي،چې دوه سوه شپیته تنه یې د توپ جوړولو په برخه کې او څلویښت تنه نورې د څرمنې بکسونه جوړوي،او کله چې زموږ توکي دلته ښه وپلورل شي نو هلته زموږ کارکونکې ډېرې خوشحاله کیږي،ځکه چین داسې یو هېواد دی چې د نورو هېوادونو توکیو پلورل پکې ډېر ستونزمن او آسانه کار ندی.

د مېرمن عزیزه مومند په آند که څه هم په چین کې يې دومره زیات وخت ندی تېر کړی،خو د چینایانو له چال چلند او مهربانۍ څخه ډېر خوښ دي،نه یواځې په ورځینو چاروکې له خلکو سره ښه چلند کوي،بلکې د سوداګرۍ او پلورنې ځانګړی چلند هم لري:

چینایان ډېر ښه او مهربان دي،تېره ورځ موږ یو پلورنځي ته ولاړو،نو کله مو چې ولیدل ډېر ښه چلند اومهارت یې درلود او موږ هم دا زده کړه ترې وکړه چې په څه ډول د خپلو توکیو له اخیستونکیو سره چلند وکړو،او څه ډول مارکیټینګ وکړو،چې دا زموږ له پاره یوه ډېره ښه تجربه وه .

مېرمن مومند زیاتوي،د بیجینګ زیاتره شیان یې د پام وړ ګرځیدلي،د بېلګې په توګه د خلکو تر منځ نظم ،د ښار پاکی او صفایي،او تر ټولو غوره د چینایانو ښه او غوره چلند .

د بهرنیان په چین کې پروګرام درنو اورېدونکیو ،د ننني پروګرام له پاره وخت همدومره و،هیله ده چې ستاسو د خوښې او پام وړ ګرځیدلی وي،نو ستاسو کوربه زه خوشحال تایب هم اجازه در څخه غواړم ،تر بلې اونۍ چې بیا به هم د ددغې لړۍ د یوې بلې کړۍ په وړاندې کولو سره ستاسو خدمت ته حاضر شم در څخه اجازه غواړم .ښاد او آباد اوسئ،او پاک الله مو مل اوسه .